هندي رسنیو نن شنبه د تلې ۳۰مه راپور ورکړی چې له چین سره پولې ته نږدې د یاد هېواد د یوې چورلکې د لوېدو له امله پنځه هندي پوځیان وژل شوي دي.
رسنیو د هند د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی چې پېښه پرون جمعه د دغه هېواد په شمال ختیځ د اروناچال پرادېش په «توتېنګ» ښار کې چین سره سرحدي پولې ته نږدې رامنځته شوې ده.
د هند دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، پېښه کې د وژل شویو څلورو پوځیانو جسدونه موندل شوي او د پنځم جسد د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
په ورته مهال په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هوايي ټرافیک کنټرولونکو د یادې چورلکې له لوېدو وړاندې یوه اړیکه ترلاسه کړې وه چې ښيي، چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله لوېدلې ده.
د هندي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، دا په روانه یوه میاشت کې د دغه هېواد د پوځ دویمه چورلکه ده چې په یاده سیمه کې لوېږي.