Asset 1SWN

الجزایر کې اورلګېدنه؛ ۳۴کسان مړه شوي او ۲۶ ټپیان دي

download

الجزایر کې د ځنګلي‌اور لګېدو له امله ۳۴ کسان مړه شوي او په سلګونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، د یادو کسانو د مړینې خبر پرون دوشنبه د جولای ۲۴مه ورکړل شوی چې دغه هېواد کې د تودوخې درجه ۴۸ سانټیګراډ ته رسېدلې وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د الجزایر د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د تودو بادونو او ګرمۍ له امله د اورلګېدنې ۹۷ پېښې ثبت شوي دي.

د یاد وزارت له لوري په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د اورلګېدنې له امله د لسو سرتېرو په ګډون ۳۴ کسان مړه شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.

د الجزایر د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د پلازمېنې «الجزیرې» ختیځ یو‌شمېر سیمو څخه څه باندې ۱۵۰۰ کسان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

د الجزایر د چارواکو په وینا، دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۷۵۰۰ اوروژونکي چې هوايي ملاتړ هم ورسره دی، د اور پر وژنې لګیا دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له تېرې نږدې یوې میاشت راهیسې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د تودوخې لوړېدو له امله د ځنګلي‌اور پېښې زیاتې شوې چې ګڼ‌شېمر خلک یې خپلو سیمو پرېښودو ته اړ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام