Asset 1SWN

هند کې چاودنه؛ نهه کسان وژل شوي او ۱۹ ټپیان دي

India-Car-Blast-gr4y4ajb

په نوې ډیلي کې د سرې کلا څنګ ته چې د ښار یوه تاریخي ماڼی او د هند له مهمو سیاحتي ځایونو ګڼل کېږي، چاودنه شوې چې لږترلږه ۹ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي. له چاودنې وروسته څو موټرو هم اور اخېستی دی.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، عیني شاهدان وايي چې د اور لمبې خلکو او موټرو ته غځېدلې وې او ځینې کسان په خپلو موټرو کې سوځېدلي دي.

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه ویلي چې امنیتي ځواکونه ټول احتمالات څېړي او لاهم د چاودنې د لامل په اړه کره معلومات نشته.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له دې پېښې وروسته د هند لومړي وزیر نرندرا مودي، د قربانیانو کورنیو ته د خواخوږۍ مراتب څرګند کړي او د ټپیانو لپاره یې د ژر رغېدو هیله کړې ده.

سره کلا چې د ۱۷مې پېړۍ په دوران کې جوړه شوې، د هند د خپلواکۍ پر ورځ د لومړي وزیر د کلنۍ وینا ځای او د دې هېواد یو مشهور تاریخي سمبول دی.

د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر لاهم په تازه کېدو دی او امنیتي څېړنې روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام