د ملګروملتونو پراختیايي پرورګرام (UNDP) مسوولان میدانوردګ ته د یوه سفر پرمهال له محلي چارواکو سره ژمنه کړې چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار او ۹ ولسوالیو کې به د عامې روغتیا وزارت اړوند ۳۳ روغتیایي مرکزونو ته لمرېزه برښنا برابره کړي.
په دغه لیدنه کې د میدانوردګ والي بختيار معاذ په میدانوردګ کې د UNDP مرستندويه ادارې د پلې شوو پروژو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، میدانوردګ ډېری اوسېدونکي پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوی غوښتنه کوي چې د روغتیا برخې سربېره د کرنې او مالدارۍ برخه کې د اوبو پر مهارولو، استنادي ديوالونو، کاریزونو، بڼوالي او مالدارۍ برخه کې هم پراختیايي پروژې پلې کړي.
د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام یوه استازي فیروز د دغه ولایت والي او اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې دغه ولایت کې به د روغتیا برخه کې ۳۳ روغتیایي مرکزونو ته لمریزه برښنا برابره او رغنیزې پروژې به هم پلې کړي.
فیروز زیاته کړه د لمريزې برښنا چمتوکولو ترڅنګ دغه ولایت کې د چرګانو واړه فارمونو، خياطۍ زدهکړې او لبنیاتو تولید لپاره هم وسایل برابروي.
له دې وړاندې هم په میدانوردګ کې د ملګروملتونو پراختیايي پرورګرام (UNDP) له لوري یوشمېر رغنیزې پروژې پلې شوي دي.