د سرپرست حکومت د کابینې په ۱۵مه ناسته کې په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو د خوشېکولو په اړه د یادو هېوادونو له حکومتونو سره پر خبرو ټينګار شوی دی.
د ریاستالوزرا له لوري «سهشنبه، سلواغې لسمه» په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کابینې ناسته کې بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، څو بهر کې د افغان بندیانو د ازادولو اړوند موضوعاتو په اړه د دغه هېوادونو له چارواکو سره خبرې وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سرپرست حکومت ویاند ذبېحالله مجاهد په دې اړه سلاموطندار ته وویل چې د کابینې ناسته کې بهرنیو چارو وزارت ته دنده ورکړل شوې چې بهرنیو هېوادونو کې د افغان زندانیانو په اړه معلومات راټول او کابینې ته یې وړاندې کړي.
هغه وویل: «د معلوماتو له وړاندې وروسته به یې د خوشې کولو لپاره لازم اقدامات کېږي او هغه نور بندیان چې مجرمین دي، هېواد ته به لېږدول کېږي او د زندان پاتې کلونه به افغانستان کې تېروي.»
د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي، تېر یوه کال کې پاکستان، ایران، عراق، ترکیې او متحدهعربي اماراتو څخه یوشمېر افغان بندیان خوشې او افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل ډاډ ورکوي چې بهر کې د ټولو افغانانو ستونزو ته به پاملرنه کېږي.
نوموړي وویل: «د بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې له هېواده بهر د ټولو افغان بندیانو ستونزو ته به رسېدنه کوي او اسانتیاوې به ورته رامنځته کړي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد زیاتوي چې دامهال تر ټولو ډېر افغانان ايران، ورپسې پاکستان او کم شمېر یې نورو هېوادونو کې بندیان دي.