Asset 1SWN

سلام وطندار

د درېوو کلونو پرمهال ایران کې ۹۰ افغانان اعدام شوي

Edam-1

د ایران بشرحقونو سازمان له لوري په یوه راپور کې ویل شوي چې افغانستان کې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره ایران کې د افغانانو د اعدام بهیر چټکی شوی دی.

په دغه راپور کې همداراز راغلي چې د تېرو درېوو کلونو پرمهال د ایران په زندانونو کې څه باندې ۹۰ افغانان اعدام شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه سازمان همداراز ویلي چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې لږترلږه ۴۹ افغانان ایران کې اعدام شوي چې یوازې ۱۳ هغه یې، د روان کال اکتوبر میاشت کې وو.

د حقوقو او نړیوالو اړیکو کارپوه داوود مایار وايي چې د بهرنیو اتباعو د اعدام قضیو ته په شفافه توګه د رسېدنې لپاره باید دغه بهیر د اړوند سفارت‌خونو له لوري وڅارل شي.

هغه وویل: «که یو تورن کس دویم هېواد کې اعدامېږي، د شفافیت او څار لپاره بېلابېلې لارې شته. بېلګې په توګه د کونسلګرۍ له لارې د څار امکان شته. له بده‌مرغه چې اوسنی وضعیت داسې دی چې هېڅ شفافیت نشته دې برخه، حتا داسې اوازې هم دي چې په غالب ګمان چې د وسیلې په توګه هم ګټه اخیستل کېږي.»

د حقوقي چارو یو بل کارپوه حبیب‌ صوفي بیا وايي، هر هېواد د کورنیو قوانینو له مخې، کولای شي چې بهرنیو تورنو او مجرمو کسانو سره قانوني چلن وکړي.

خو نوموړی زیاتوي چې د ډيپلوماټیکو اړیکو له لارې د دې زمینه برابرېدای شي چې مجرم خپل هېواد ته ولېږدول شي او هلته محکمه شي.

هغه وویل: «له ډیپلوماټیک اړخه کې یو هېواد له بل سره ښې اړیکې ولري، کله یې چې دوسیه ارزول کېږي او حکم ورکول کېږي، بیا یې د تبادلې امکان شته. که له ډيپلوماټیک اړخه کار وشي، تورن کس تبادله کېدای شي.»

سرپرست حکومت که څه هم ایران کې د اعدام شویو افغانانو په تړاو څه نه‌وايي، خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، سرپرست حکومت هڅه کوي، څو هغه کسان هېواد ته راولېږدوي چې ایران کې بندیان دي.

نوموړي وویل: «هڅه کوو چې ایراني لوري سره یوې هوکړې ته ورسېږو، څو هغه بندیان چې دې هېواد کې پر بېلابېلو جرمونو تورن دي؛ هېواد ته راولېږدول شي. تراوسه مو د ایراني لوري سره د همکارۍ پرمټ شاوخوا څلور زره بندیان هېواد ته رالېږدولي دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د راپورونو له مخې، دامهال ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغانان ژوند کوي چې ډېری یې، په غیرقانوني توګه دغه هېواد کې مېشت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام