د دایکندي محلي مسوولان وايي چې د واورې اورښت له امله د یادې ولایت د ولسوالیو سربېره کابل ته غځېدلې ټولې لارې تړل شوې دي.
د مسوولانو په وینا، د کابل-دایکندي او د ولسوالیو لارې د پنجاب او یکاولنګ نمبر۱ ولسوالیو ترمنځ په «شاتو» کوتل کې تړل شوې.
د بامیان د ټولګټو ریاست رییس انجینیر حفیظالله نعمتي سلاموطندار ته وویل چې دغه لویه لاره تر بلې خبرتیا تړل شوې. نوموړي له ټرانسپورټی او مسافروړونکو شرکتونو غوښتنه وکړه چې تر بلې خبرتیا دې پر دې لارې له سفر کولو ډډه وکړي.
په همدې حال کې د بامیان ټولګټو رییس حفیظالله نعمتي وايي چې د کابل-بامیان لویه لاره هم د واورې او توپان له کبله تړل شوې.
د نوموړي په وینا، د بامیان مرکز سره د دغه ولایت د شپږو ولسوالیو غځېدلې لارې هم بندې شوې دي. د بامیان د ټولګټو رییس وايي چې د یادو لویو لارو د پاکولو او خلاصولو هڅې روانې دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دایکندي او بامیان د هېواد دوه هغه مرکزي ولایتونه دي چې هر کال د ژمي پر مهال پهکې ډېره واوره کېږي او ډېری وخت یې له امله لارې تړلې وي.