د غور یوشمېر اوسېدونکي وايي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې دغه ولایت کې د اوبلن ګازو بیه له ۶۵ افغانۍ څخه ۸۰ افغانیو ته لوړې شوې ده.
دوی له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د یاد ولایت په بازارونو کې دې د اوبلن او سوند توکو بیې کنټرول کړي.
د غوره یوه اوسېدونکي سعید سلاموطندار ته وویل: «د ګازو بیه لوړه شوې، هوا سړه ده او خلک بېوزله دي. له اسلامي امارت غواړو چې د ګازو بیې کنټرول کړي، ۵۰ افغانۍ دې شي او ۴۰ افغانیو ته باید راښکته شي.»
په ورته مهال د غور د فیروزکوه ښار یوه بل اوسېدونکي معروف وویل چې هر کال دغه ولایت کې د هوا په سړېدو سره د اوبلن او سوند توکو بیې لوړېږي. هغه وویل: «له ۶۵ افغانیو څخه ۸۵ ته لوړېږي، څه خبره ده، غوښتنه مو دا ده چې یوه چاره دې وکړي.»
بلخوا غور کې د اوبلن ګازو پلورونکي بیا د ګازو لوړه بیه نړیوال بازار پورې تړي او له محلي مسوولانو غواړي چې دې ستونزې ته دې رسېدنه وکړي.
د ګازو یوه پلورونکي محمدسلیم وویل: «لس او ۱۵ ورځې کېږي چې د ګازو بیه لوړه شوې، لامل یې دا دی چې نړیوالو بازارونو کې یې بیه لوړه شوې. خو موږ اړ یو چې راوړو یې او یو کیلو کې پنځه او شپږ افغانۍ ګټه وکړو.»
د غور محلي مسوولان هم وايي چې نړیوال بازار کې د ګازو بیو لوړېدو له امله افغانستان کې هم د ګازو بیه لوړه شوې ده.
د غور د نفت او ګازو دولتي شرکت مدیر محمدابراهیم خلیل وویل: «د غور د نفتو او ګازو تولیدي شرکت د اوبلن ګازو تاسیسات لري چې له څو کلونو راهیسې ویجاړه پرته. د ۴۶۰ ټُنه ګازو ظرفیت لري. اوس پرې کار روان دی او هیله ده چې په جوړېدو سره یې له ګازو ډکه شي او بازار کې بیې کنټرول کړو چې هېواد ترې ګټه واخلي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
غور کې داسې مهال د اوبلن ګازو بیه لوړه شوې چې له وخت مخکې د سړې هوا څپه او د دغه ولایت د اوسېدونکو ناوړه اقتصادي وضعیت لامل شوی چې ګڼشمېر کورنۍ د ګازو پلور کې پاتې شي.