Asset 1SWN

لوګر کې لسګونه مېله وسله او مهمات نیول شوي

وسلې-لوګر

لوګر کې د ۲۰۳ منصوري قولي اردو د څلورمې پلې لېوا چارواکي وایي، امنیتي او کشفي ځواکونو په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې لسګونه مېله سپکه او درنه وسله او مهمات نیولي دي.

د دغه ولایت د څلورمې پلې لېوا مطبوعاتي مسوول نوروز ځلاند سلام‌وطندار ته وویل، د امنیتي او کشفي ارګانونو له لوري په تېرو شپږو میاشتو کې د لوګر په مرکز پل‌علم، محمداغې، بره‌کي برک، ازرې او خروار ولسوالیو کې جلاجلا عملیاتونه کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ځلاند زیاته کړه،«د یادو عملیاتونو په ترڅ کې ۱۰ مېله کلاشینکوفونه، ۱۰ مېله توپانچې، ۸ مېله مختلفې درنې وسلې، ۳۰۰ فیره مهمات، ۲۴ فیره مزایل او ۲۰ ډوله نظامي تجهزات نیول شوي دي.»

د نوموړي په وینا، د یادو وسلو او مهماتو په تور یو شمیر کسان هم نیول شوي، خو کره شمېر یې نه‌لري. هغه همدارنګه زیاته کړه، یادې وسلې او مهمات به د ملي دفاع وزارت د ۲۰۳ منصوري قولي اردو اړوند کشفي او استخباراتي مدیریت ته وسپارل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېره اوونۍ هم د ۲۰۳ منصوري قولي اردو اړوند څلورمې لوا کشفي او استخباراتي مسؤلینو د محمداغې ولسوالۍ په «سرخ اب» سیمه کې ۲۲ مزایل او سل متره ثانیه سوز نیولي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام