د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د لسګونه پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي.
د پکتيکا د کليو بيارغونې او پراختيا رياست مطبوعاتي مسوول شفېع همت سلاموطندار ته ویلي چې دغه پروژې به د ياد ولايت په اورګون او يوسفخېل ولسواليو کې د کلیو بيارغونې او پراختيا رياست تر چتر لاندې د (خلکو په مشري پراختیا موسسې) له لوري پلې شي.
د نوموړي په وینا، د یادو پروژو له ډلې یې ۵۵ پروژې په اورګون او ۳۶ یې په يوسفخېلو ولسوالیو کې پلې کېږي.
په پلې کېدونکو پروژو کې درېیمه درجه سړکونه، کاريزونه او کانالونه جوړېږي چي خلکو ته د کار په بدل کې د نغدي پيسو د ورکړې پروګرام له لارې د کليوالي شوراګانو په مرسته يې چارې مخته وړل کېږي.

چارواکو همداراز زیاته کړې چې د یادو پروژو په پیلېدو سره به اورګون ولسوالي کې ۴۸۰۵ او یوسفخېلو ولسوالي کې به ۲۲۸۱ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په همدې حال کې هر کارګر ته به د ۲۸ کاري ورځو په بدل کې ۱۲۶۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.