د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه څرګندونو کې ویلي چې باوري دی غزه کې د اوربند لپاره د اسراییل او حماس ترمنځ هوکړه نږدې شوې او ښايي ژر اعلان شي.
هغه وویل: «د هوکړې په اړه به نن یا سبا اطلاع درکړو.»
امریکايي چارواکي د حماس لهخوا د هغه وړاندیز رسمي ځواب ته په تمه دي چې د یوې سرچینې په وینا، غزه کې ۶۰ ورځنی اوربند پهکې شامل دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دې سره، د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو غزه کې ورځ تر بلې د لوږې او قحطۍ زیاتېدو خبرداری ورکړی او ویلي، فلسطینیان لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفین دوجاریک ویلي، د بشري مرستو د لېږد ترڅنګ، غزه کې وضعیت تر ټولو بد حالت ته رسېدلی.
هغه د اسراییل له لوري د مرستو لېږد پر وړاندې په لګولو شویو محدودیتونو نیوکه کړې او ویلي، تردامهاله د بشري مرستو یوازې ۲۰۰ موټره غزې ته دننه شوي.
رویټرز اژانس راپور ورکړی چې اسراییل ۱۲ ورځې وړاندې د نړیوالو له فشارونو وروسته د غزې ۱۱ اونۍ محاصره پایته ورسوله چې له امله یې د محدودو بشري مرستو لېږد پیل شو.



