پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د دوو پرلهپسې ورځو پر مهال د شویو ورښتونو له کبله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لس کسان مړه او ټپیان شوي او څه باندې ۷۵۶ کورونه نړیدلې دي.
د یاد وزارت ویاند شفېعالله رحیمي سلاموطندار ته ویلي چې دغه وزارت د تېر یوه کال پر مهال یې هېواد کې شاوخوا ۵۳زره کورنۍ سره بشري مرستې کړې دي.
نوموړي وویل: «دغه وزارت تېر یوه کال کې شاوخوا ۵۳زره کورنیو سره بشردوستانه مرستې کړې دي او اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو ته یې یوه طرحه لېږلې چې په پليکېدو سره به یې راتلونکو ورځو کې د سېلابونو د احتمالي زیانونو مخه ونیول شي.»
د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې سېلابځپلي وايي چې د تېرو دوو ورځو پر مهال د سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته ګڼشمېر مالي زیانونه اوښتي دي.
د جوزجان د درزاب ولسوالي اوسېدونکی محمدنعیم وايي چې دغه ولسوالي کې د سېلابونو راوتلو له امله کورونه، کرنیزې ځمکې او فرعي سړکونه لهمنځه تللي دي.
دا په داسې مهال دی چې تېره اوونۍ هېواد کې د شوې زلزلې له امله لس کسان مړه او ۶۰ کسان ټپیان شوي وو. تخار کې زلزله ځپلي وايي چې زلزله کې یې کورونه ویجاړ شوي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په ورته مهال تېر کال هم د ورښونو له امله راوتلیو سېلابونو د هېواد یو پر درېیمه برخه زیانمنه کړې وه چې په پایله کې یې ۴۳۲ کسان مړه او ټپیان شوي وو او څه باندې ۳۰۰۰ کورونه هم ویجاړ شوي وو.