فاریاب کې شاتو مچیو یوشمېر فارملرونکي وايي چې سږکال د وچکالي او د طبیعي افتونو له امله دغه ولایت کې د شاتو تولید کم شوی.
دوی همداراز زیاتوي چې د تېر ژمي پر مهال سړې هوا مُچۍ لهمنځه وړي او په وینا یې، دې چارې یې د شاتو پر تولید منفي اغېز کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
فاریاب کې یوه فارملرونکي پیرمحمد سلاموطندار ته وايي چې تېر کال یې د شاتو د مُچیو ۲۶ صندوقونه لرل، خو د تېر ژمي له امله یې سږکال د مُچۍ ۲۳ صندقونه لهمنځه تللي چې له کبله یې د شاتو تولیدات کم شوي دي.
نوموړي وویل: «سږکال مې شاوخوا ۸۰کیلوګرامه شات واخیستل او څلور صندوقه مې زیات کړل، په داسې حال کې چې تېر کال مې ۲۰۰ کیلوګرامه شات تولید کړي و. خرڅلاو ډېر کم دی، امکانات نشته او حکومت باید همکاري راسره ورکړي.»
فاریاب کې فارملرونکي بازار ته له ګاونډیو هېوادونو وارد شوي شاتو او په کور دننه د شاتو پروسس برخه کې د اسانتیاوو نشتون له امله هم شکایت کوي.
د دوی په وینا، د شاتو تولید برخه کې د شته ستونزو هواري برخه کې حکومت او اړوند بنسټونو ورسره هېڅراز مرسته نه ده کړې.
د فاریاب اوسېدونکی سید فضلاحمد وايي چې له تېرو درېوو کلونو راهیسې د شاتو مُچیو پر روزنه او پالنه بوخت دی. نوموړی سلاموطندار ته وايي، تېر کالیې د مُچیو له ۲۰ صندوقونو ۱۰۰ کیلوګرامه شات ترلاسه کړي و، خو سږکال یې ۶۰ کیلوګرامه شات تولید کړي دي.
هغه وویل: «اقتصاد ښه نه دی. که حکومت راسره همکاري کړي، موږ سره صندوق یا موم مرسته وکړي، کولی شم چې یو کال کې تر ۱۵۰ صندوقه زیات کړم او زیات تولید به ولرو.»
فاریاب کې د ګلانو ډولونو ته په کتو د هر کیلوګرامه شاتو بیه له ۶۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانۍ ده. فارملرونکي له مسوولانو غواړي چې په کور دننه د شاتو لپاره بازار جوړ کړي او له هېواده بهر یې د لېږلو زمینه برابره کړي.
فاریاب کې د فارملرونکو ټولنې مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د شاتو مُچیو ۱۴۰ صندوقونه لهمنځه تللي دي. د دوی په وینا، تېر کال دغه ولایت کې د شاتو مچیو فارمونو څخه ۱۲۰۰ کیلوګرامه شات ترلاسه شوي، خو سږکال بیا دغه شمېر ۶۰۰کیلوګرامو ته رسېږي.
د یادې ټولنې رییس عبدالله امیري سلاموطندار ته وویل: «سږکال مو د شاتو تولید ۵۰سلنه کم شوی. له یوې خوا سړې هوا د شاتو مُچۍ کمزوري کړي او له بل لوري ناروغۍ لامل شوي چې فارملرونکي ډېر شات راټول نهکړای شي.»
په ورته مهال د فاریاب د کرنې ریاست مسوولان وايي چې تېر کال دغه ولایت کې مچیو فارمونه ښه نهوو او یوازې ۱۸ فارمونه دغه ریاست سره ثبت شوي چې پهکې ۲۲۶ صندوقونو کې د شاتو مُچۍ روزل کېږي.
د فاریاب د کرنې ریاست د فارمونو مدیر سیدظاهر وویل: «فاریاب کې د شاتو مُچیو ډېره کمه موده کې وده کړې او هڅې روانې دي چې فارملرونکو ته د روزنې او نورو برخو کې دولتي او نادولتي بنسټونو سره په همغږۍ له دوی ملاتړ شي.»
فاریاب کې د شاتو مُچیو د ټولنې د معلوماتو پر بنسټ دا مهال دغه ولایت کې ۳۰ فارمونه فعال دي چې دې فارمونو کې څه باندې ۵۰۰ صندوقونو کې مُچۍ روزل کېږي او کال کې درې ځله شات تولیدوي.