د افغانستان بانک وايي، د «افغانۍ» د ارزښت ساتلو او ثبات لپاره به سبا ۱۸ میلیونه امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه بانک له هغو ټولو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې پر شرایطو برابر دي، غوښتي چې په یاده داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید د لیلام ورځې تر پایه پورې خپل حسابونه پاک کړي.
د افغانستان بانک لیکلي: «د اسعارو د لیلام داوطلبۍ کې د معاملو قسمي تسویې ته اجازه نشته. د داوطلبۍ ګټونکي باید په ټاکل شوې موده کې د خپل ضمانت نغدې پیسې په یو ځل د افغانستان بانک ته وسپاري.»