Asset 1SWN

کرېکټ‌بورډ خلکو ته: کابل لوبغالي ته راشئ او لوبه ننداره کړئ

ACB Web

د افغانستان کرېکټ بورډ د کرېکټ لوبې له مینه‌والو غوښتنه کړې چې سبا د افغانستان او سوېلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اووره سیالیو نړیوال جام نیمه پای‌لوبې د نندارې لپاره کابل کرېکټ لوبغالي ته ورشي.

کرېکټ بورډ نن چهارشنبه، چنګاښ شپږمه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د کرېکټ مینه‌وال دې لوبغالي ته ورشي او په ګډه دې دغه تاریخي لوبه په لوی سکرین ننداره کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کرېکټ بورډ لیکلي: «په کابل کې مېشت هېوادوال کولی شي چې کابل کرکټ لوبغالي ته راشي، دغه ستره لوبه له نږدې ننداره کړي او په ګډه د افغان اتلانو ملاتړ وکړي. د یادونې وړ ده چې یادو مراسمو کې ګډون وړیا دی او ترڅنګ یې ګډون کوونکو ته وړیا خواړه هم ورکول کېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان کرېکټ ملي لوبدله سبا پنج‌شنبه، د جون ۲۷مه د افغانستان پر وخت ۵ بجې د شل اووره سیالیو نړیوال جام نیمه پای‌لوبه کې له سوېلي‌افریقا سره لوبه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام