د زابل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز قلات ښار اړوند سیمه کې پر څه باندې ۱۰زره جریبه ځمکه د یوه صنعتي ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل شوې.
د زابل مرستیال والي محیبالله حماس وايي چې دغه صنعتي ښارګوټی به درې بېلابېلې برخې ولري او پر ۱۰زره او ۳۰۰ جریبه ځمکه به جوړ شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «دا د زابل مرکز قلات ښار په درې کیلومترۍ کې یو صنعتي پارک جوړیږي چي درې برخې به ولري. یوه برخه به يې د وړو تجارتي کاروبارونو لپاره وي، دویمه برخه به يې د لویو کمپنیو لپاره او صنعتي کارونو لپاره او درېیمه برخه به يې د صنعت او زراعت لپاره وي. دا ښارګوټی تر لسزره او درې سوه جریبه باندې جوړ شي.»
په ورته مهال د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس نذیراحمد حمزه په دې اړه وویل: «کارونه يې تر انتقال پورې رسېدلي، ځمکه ورته مشخصه شوې، د نقشې چارې يې هم بشپړې شوي، یوازې د انتقال او ډیزان پروسه يې پاتې. سوداګر ټول امیدوار دي چي دا د زابلیانو لپاره یو ښه اقدام دی.»
په ورته مهال زابل کې سوداګر دغه صنعتي ښارګوتی یو لویه لاسته راوړنه بولي او وايي، تر دې وروسته به د نورو ولایتونو او هېوادونو پر ځای به په یاد صنعتي ښارګوټي کې بیلابیلو برخو کي پانګونه کوي.
یوه سوداګر عبدالقادر وویل: «دا د زابل د ډېرو تجارانو غوښتنه وه چې موږ ته پارک صنعتي جوړ شي، خو څه وخت چي وزیر صاحب راغلی و هم زموږ غوښتنه وه چې موږ ته باید صنعتي پارک جوړ شي، زموږ ډېرو تجارانو پخوا غزني او کابل کي ځمکې اجاره کولې او هلته يې پانګونه کوله.»
زابل کې د دغه صنعتي ښارګوټي د جوړېدو پرانېسته داسې مهال کېږي چي څه موده وړاندې هلمند کې هم د ورته دوه صنعتي ښارګوټو د جوړېدوپرانېسته شوې وه.