په کندهار ښار کي د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷۸۷ متره سړک چې ۱۳.۶ متره پراخوالي لري د رغولو چارې یې پیل شوې.
دغه دوه مهم سړکونه چې د درېیمې ناحيې اړوند د بایپاس عمومي سړک او د دارالمعلمين عمومي سړک سره نښلوي، د رغېدنې چارو پیل سره یې ۱۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د کندهار ښاروال حسن حاجي سلاموطندار ته وايي چې ياد سړک ۷۸۷ متره اوږدوالی چې ټول لګښت یې د کندهار ښاروالي له لوري ورکول کېږي.
حسن حاجي زیاته کړه چې یاده پروژه یې د کندهار ښار د پراخوالي او خلکو ته د کاري زمینې برابرولو په موخه پیل کړې ده.
له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ورته رغنیزې پروژې پیل او بشپړې شوې چې خلکو ته یې ګڼشمېر اسانتیاوې هم رامنځته کړې دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د دغه ولایت د کندهار له محلي مسوولانو غواړي چې دغه ولایت کې ورته نورې پروژې هم پلې کړي چې له یوې خوا به خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بل لوري به ښار اباد شي.