Asset 1SWN

سوړ ژمی او تش لاسونه؛ راستانه شوي افغانان: د کورونو ګرمولو لپاره څه نه‌لرو

afghanistan-superJumbo

د هوا سړېدو او له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو په زور د ایستلو لړۍ دوام سره هم‌مهاله، یوشمېر بېرته راستانه شوي وايي، د خپلو کورونو د ګرمولو او د ژوند د لومړنیو اړتیاووې تامینولو توان نه‌لري.

عبدالله چې تازه له پاکستانه راستون شوی، سلام‌وطندار ته وايي، روان سوړ ژمي کې د خپل کور ګرمولو لپاره څه نه‌لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، دوه‌نیمې میاشتې کېږي چې له پاکستان راغلی او د هستوګنې‌ لپاره څه نه‌لري. «کور نه‌لرو، ځای نشته او هوا سړه ده. د سوند توکو لپاره څه نه‌لرو. مرستې یوه اندازه شوي چې خلاصې شوې او اوس څه نشته. دولت دې موږ سره همکاري وکړي.»

دغه راستانه شوي، زیاتوي چې ان د خوراکي توکو او د خپلو ناروغانو د درملنې پیسې هم نه‌لري.

ناظر حسین بیا دې وروستیو کې له ایرانه راستون شوی او وايي، بد اقتصاد وضعیت یې ژوند کول ورته سخت کړي دي. «زه څو ځله ایران ته لاړم او بېرته یې ډيپورټ کړم. اوس یو کال کېږي چې ایران ته لاړم او بېرته یې ډيپورټ کړم. شرایط سخت دي او ټول ناوړه وضعیت کې دي. له ډيپورټ کېدو وروسته دلته هرات ته راغلم او حکومت راسره مرسته ونه‌کړه.»

په ورته مهال د هرات د کډ‌والو چارو رییس ادم‌خان سعد وویل، د روان میلادي کال جنوري میاشت کې نژدې ۱۷ زره افغانان له ایرانه اېستل شوي دي.

هغه وویل: «جنورۍ کې ۹۵۲ کورنۍ ډيپورټ شوي. ۴۵۸ کورنۍ په خپله خوښه راغلي. په ټولییزه توګه ۱۶زره او ۸۸۳ کسان بېرته راستانه شوي او دا بهیر کم شوی. هرې کورنۍ ته ۱۰زره افغانۍ هم ورکړل شوي او د کډوالۍ نړیوال سازمان هم د مرستې کېټونه ورکړي دي.»

د دې ټولو ترڅنګ د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني تېره ورځ ملي ټلویزیون سره خبرو کې ویلي، تېره میاشت کې ایران او پاکستان څخه نژدې سل زره افغانان بیرته هېواد ته راګرځېدلي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سره له دې چې د کډوالو چارو وزارت بیرته راستنو شویو سره د مرستو څرنګوالي په اړه د سلام‌وطندار راډیو د خبریال پوښتنو ته ځواب ور نه کړ، خو تر دې مخکې یې ویلي وو هڅه کوي چې بیرته راستنو شویو ته د کار او دایمي سرپناه په شمول امکانات برابر کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام