
د یوازېتوب احساس؛ محدودیتونه د ښځو د منزوي کېدو لامل کېږي
په ۱۶ ولایتونو کې ۷۱ ښځو سره د سلاموطندار د مرکو موندنې ښيي چې تر نیمايي زیاتې ښځې ورځني ژوند کې د یوازېتوب د احساس، په نفس د باور کمېدو او د انزوا لاملونه کورني او ټولنیز محدودیتونه بولي.
د موندنو پر اساس، ۴۱ ښځو ویلي چې لګول شوي محدودیتونه او سخت ټولنیز او اقتصادي شرایط لامل شوي چې د یوازېتوب احساس یې پیاوړی شي.














