کابل کې د ښځو د لاسي صنایعو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي چې دغه نندارتون د «شنې‌لارې» تر نوم لاندې د ښځینه متشبثینو د ملاتړ په هدف او د ګډونوالو په مالي لګښت جوړ شوی.
د دوی په وینا، دغه نندارتون کې شاوخوا ۶۰ ښځو په ۳۰ مېزونو کې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي.
یو شمېر ښځینه سوداګرې د دغه نندارتون جوړېدل مهم بولي.

هغه مور چې لاهم د خپلې لور د لاسه‌ورکولو له غمه اوښکې تویوي

بلخ کې د زلزلې له امله د رامنځته شوې ویجاړۍ ترمنځ، زهرا له اوښکو ډکو سترګو سره د خپلې لور د یوې نښې په لټه کې ده.
هغه وايي، ونه توانېده خپله لس کلنه لور زینب، وژغوري.
زهرا چې د زلزلې له تېرېدو نږدې یوه میاشت وروسته لاهم د غم دروند بار پر اوږو وړي وايي، له هماغه وخته راهیسې ورته شپه او ورځ یو شان دي؛ دواړه تیاره او درانه.

روغتیاپالان: د اومېندوارۍ پرمهال رژیم مه‌‌نیسئ

اومېندواري یو حساس پړاو دی چې پرمهال یې مناسبې تغذیې ته پام د مور او ماشوم په روغتیا کې مهم رول لري.

خو یو شمېر مېندې د دې لپاره چې وزن یې زیات نه‌شي د اومېندوارۍ پرمهال غذايي رژیم نیسي چې دغه کار بدن کې د اړینو مغذي موادو د کمښت او د جُنین د وزن کمېدو لامل کیږي.

د زېږون او داخله ناروغیو ډاکټران وايي، مېندو ته په کار نه‌ده چې د اومېندوارۍ پرمهال غذايي رژیم ونیسي، ځکه د جُنین روغتیا د مور په سمې تغذیې پورې تړاو لري.

تهمت؛ شریعت او قانون کې جرم، خو د ښځو په ژوند کې عادي ګواښ

لنډ حبس، نغدي جریمه، اتیا دورې وهل او د شاهدۍ نه‌منل د تهمت پایلې دي؛ هغه عمل چې د افغانستان په قوانینو کې جرم بلل شوی، خو بیا هم ټولنه کې په اسانۍ د ښځو پر ضد ترسره کېږي.
حقوق‌پوهان وايي، له دلیل او سند پرته یوه کس ته د زنا یا بل هر ناوړه عمل نسبت ورکول، داسې چې د هغه د عزت د زیانمنېدو لامل شي، «تهمت» دی.

د هغه کس کیسه چې خپله مېرمن یې د سمنګان زلزله کې له لاسه ورکړې

د لړم دولسمه د دوشنبې ورځ د سمنګان د خُلم ولسوالي اوسېدونکي نوراحمد ته د ده د مېوې خرڅلاوو ځای کې د نورو ورځو په څېر  پیل شوه. هغه د کابل-مزارشریف ښار پر لویه لاره تازه مېوه خرڅوي، خو د دې ورځې پیل کې یوې زورورې زلزلې د هغه ژوند ته ټکان ورکړ.

د کورنۍ واکمن دودونه؛ ډېری مېرمنې لاهم له خاوند سره مستقل ژوند نه‌لري

په داسې ټولنه کې چې د کورنۍ جوړښتونه له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، یوشمېر مېرمنې له خپلو خاوندانو سره د مستقل ژوند کولو څخه محروم دي؛ هغه حق چې د اسلام مطابق او د نکاح له اړخه د دوی لپاره په رسمیت پېژندل شوی دی.

سړه هوا او د سرپناه‌ نشتوالی؛ له پاکستانه د راستنې شوې مور کیسه

وروستۍ زلزلې د هېواد شمال کې د سلګونو نورو کورونو ترڅنګ، له پاکستانه د راستنې شوې بي‌بي سرپناه‌ هم زیانمنه کړې او اوس له یوې بلې غمیزې سره مخ ده.

د بلخ د شولګرې ولسوالي د «جلوزو» کلي اوسېدونکې بي‌بي دوه کاله وړاندې له خپلو پنځو ماشومانو سره له پاکستانه راستنه شوې او اوس د کور نړېدو له وېرې خپلو ماشومانو سره خیمه کې شپې او ورځې تېروي.

ایډز نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه: افغانستان کې ۱۳زره کسان پرې اخته دي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو پراختیايي ادارې(UNDP)  اعلان کړی چې لږترلږه ۱۳زره افغانان پر ایدز ناروغۍ اخته شوي دي.

د ملګروملتونو پراختیايي ادارې(UNDP)  دا معلومات نن د دوشنبه، لیندۍ لسمه / دسمبر لومړۍ نېټه د ایدز د نړېوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس‌پاڼه خپاره کړي دي.

لوګر کې د ښځو له لوري درې تولیدي شرکتونه پرانیستل شوي

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې د ښځینه متشبثینو له لوري درې نوي تولیدي شرکتونه جوړ او په رسمي ډول یې فعالیت پیل کړی دی.

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي شبیراحمد صدیقي، سلام‌وطندار ته وویل چې دغه شرکتونه د کورنیو خوړو د تولید، لاسي قالین‌بافۍ او زراعتي پروسس په برخو کې فعالیت کوي.

اېم‌اېس‌اېف: بلخ کې د مرستو کمښت له امله روغتیايي خدمتونه بند یا محدود شوي

د بې‌پولې ډاکترانو سازمان وايي چې د دوی ټیمونه د مزارشریف ښار د ابوعلي سینا روغتون د ظرفیت د پیاوړتیا لپاره کار کوي. د ۲۰۲۳ کال د اګست میاشتې راهیسې، دوی د ماشومانو د ځانګړې مراقبت څانګه  (PICU)، د نویو زېږېدلو د ځانګړې پاملرنې څانګه (NICU) او بیړنۍ څانګه ملاتړ کوي. دا څانګې د ۱۴کلن او له دې کم عمره ماشومانو لپاره حیاتي او نجات ‌بښونکي خدمتونه وړاندې کوي.

د موبایل په وسیله ګټه؛ د ۲۲ځوانانو له ډلې ۱۴ یې له موبایل عاید لري

د دغو ځوانانو له ډلې ۱۳ یې رسمي خبریالان، دوه یې یوټیوبران، درې یې ازاد شغل لري او څلور نور زده‌کړیالان دي.
د دغه راپور موندنې ښيي چې د ۲۲ځوانانو له ډلې، ۱۳یې، په موبایل ویډیو اخلي او نهه نور عکاسي کوي. د پروان اوسېدونکی ۲۸کلن ضیاالدین ضیا چې خبریال دی، وايي، اووه کاله کېږي چې په موبایل خبري عکسونه اخلي.

بلخ کې زلزله‌ځپلی: کوټې مې چپه شوي او حیران پاتې یم

د هېواد په شمال کې وروستۍ زلزلې تر ډېره هغو کورنیو او سیمو ته مالي زیانونه اړولي چې له وړاندې فقر، وزګارتیا او اقتصادي ستونزو سره مخ وې.

یوه له دغو سیمو د بلخ د شولګرې ولسوالي د «جلوزو» کلی دی.

د دغې سیمې یوشمېر زلزله ځپلو سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، د شاوخوا درې اوونۍ وړاندې زلزلې یې داسې حال کې سرپنا‌وې نړولې چې له مخکې یې د ورځني ژوند د اړتیاوو پوره کولو وس نه‌درلود.

پر خوارځواکۍ اخته مېرمنې: بشپړو خوړو ته لاسرسی نه‌لرو

د دې موضوع ارزونې لپاره سلام‌وطندار د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه له ۲۱ مېرمنو سره خبرې کړي چې موندل شوې دغه مېرمنې د خوارځواکۍ له امله د جسمي رنځ سربېره، د تنګسیې له امله د درملو او خوراکي توکو برابرولو کې هم پاتې راغلې دي.

له حقونو نه‌خبرتیا؛ حقوق‌پوهان: د مېرمنو د حقونو د له‌منځه‌تلو لامل شوی

د دوی په وینا، دغه وضعیت په ځینو ولایتونو کې مېرمنو سره د محکمو د بېلابېلو چلند لامل شوی او مېرمنې له خاوندانو تر جلا‌کېدو وروسته د مَهر، نفقې، د ماشومانو حضانت څخه محرومې شي او ټولنیز فشارونه او تاوتریخوالی هم پر دوی زیات شوی دی.

د سمنګان زلزله‌ځپلي: دومره توان نه‌لرو چې د ماشومانو درملنه او کورونه جوړ کړو

د سمنګان په فیروزنخچیر ولسوالي کې له شوې زلزلې ژوندي پاتې کسان وايي چې د سړې هوا، ناروغیو، ککړچاپېریال او نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په ورته مهال د سړې په هوا په زیاتېدو سره یاده سیمه کې موسمي ناروغي زیاتې شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

سړه هوا او خېمه؛ د بلخ زلزله‌ځپلي: ماشومان مو ناروغان شوي

د بلخ د شولګرې او کشندې زلزله‌ځپلي وايي، سره له دې چې د خپلو ناروغانو د درملنې توان نه‌لري، خو اړ دي چې ناروغان د درملنې لپاره مزارشریف ښار ته یوسي. رمضان او نذیر چې د زلزله‌ځپلو له ډلې دي، له حکومته غواړي چې په دغو ولسوالیو کې د روغتیایي خدمتونو کچه لوړه کړي او د خلکو اساسي اړتیاوې پوره کړي.