له ایران جبري ایستنه؛ «ژمی دی، کوټه مې سړه ده او سون توکي نه‌لرم»

له ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د ډېرو کورنیو لپاره د کړاوونو د نوي پراو پیل بلل کېږي چې د دې بهیر له امله تر ټولو ډېرې ښځې زیانمنې شوي او فقر، ناروغیو، وزګارتیا او سختو رواني فشارونو سره مخ دي.

۳۰کلنه بلقیس سلام‌وطندار ته وایي، سره له دې چې په ایران کې یې د هستوګنې قانوني اسناد لرل، شاوخوا شپږ میاشتې مخکې په زوره افغانستان ته راستنه کړل شوې ده.

افغان ښځې: د رحم خولې سرطان په اړه پوهاوی نه‌لرو

سره له دې چې د رحم د خولې سرطان د نړۍ په کچه د ښځو ترمنځ دویم تر ټولو عام سرطان او له مزمنو او وژونکو ناروغیو څخه شمېرل کېږي، خو په افغانستان کې د ښځو ترمنځ د دې ناروغۍ په اړه د پوهاوي نشتون لامل شوی چې هغوی له دې ناروغۍ لا ډېرې زیان‌منې شي.

په دې راپور کې له ۸ ولایتونو څخه ۱۷ ښځو سره مرکې شوي او ټولو ویلي چې د دې ناروغۍ د نښو او خطرونو په اړه هېڅ ډول پوهاوی نه‌لري.

د سرو زرو لوړې بیې؛ «که طلا نه‌وي واده نشې کولی»

د وروستیو میاشتو پرمهال په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو بیو لوړېدو سره دې چارې په هېواد دننه پر یوشمېر کورنیو منفي اغېز کړی او له ستونزو سره یې مخ کړي دي.

یوشمېر هغه کورنۍ چې د خپلو اولادونو د واده لپاره پر چمتووالي بوخت دي، سلام‌وطندار ته وايي چې د سرو زرو بیو لوړېدو دوی تر سخت فشار لاندې راوستې دي.

له محدودیت تر مهارت؛ ښځې چې د ځان‌زده‌کړې له لارې عاید لري

سلام‌وطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو له ۳۰ مېرمنو سره مرکې کړي چې د مرکو پرمهال موندل شوې، ښوونیز او کاري محدودیتونو دوی اړ کړې چې په خپل کور کې په خپل‌سري توګه خیاطي، نقاشي او نورې حرفې زده‌کړي.

که څه هم دوی له امکاناتو له کمښت شکایت لري، خو د یادو له ډلې ۱۸ هغه یې، بریالۍ شوي چې له دې لارې ثابت درامد ولري.

دنده‌لرونکې مېرمنې: د ګټلو پیسو د مصرف واک نه‌لرو

یوشمېر دنده‌لرونکې مېرمنې وايي، که څه هم دنده لري، خو د عاید لګولو اختیار نه‌ورکول کېږي او د خاوند او یا هم کورنۍ له لوري د معاش ورسپارلو له امله پرې فشار راوړل کېږي.

دیني عالمان وايي چې اسلام کې مېرمن او نارینه دواړه د مالکیت حق لري او څوک واک نه‌لري چې د مېرمنې له خوښې پرته له هغې معاش واخلي.

لوګر کې یوې مېرمنې لسګونو اوزګاره ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

په داسې حال کې چې بېکاري هېواد کې د ډېرو ښځو لپاره پر یوې جدي ټولنیزې ستونزې بدله شوې، لوګر کې د حمیرا هاشمي په نوم یوې هوډمنې میرمنې د لسګونو بېکاره ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړې. هغه وایي، په پیل کې یې یوازې د کورنۍ او نږدې خپلوانو لپاره جامې ګنډلې، خو ورو ورو د سیمې خلکو پرې باور وکړ او خپلې جامې یې د ګنډلو لپاره ور وړلې.

ډیکارلو کابل ته د سفر په پای کې د نجونو د زده‌کړې او کار حق مهم بللی

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دفتر یوناما ویلي چې د دغه سازمان د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو کابل ته خپل سفر پایته رسولی.

یوناما تېره شپه ناوخته پر اېکسپاڼه لیکلي چې ډیکارلو د اسلامي امارت له چارواکو سره لیدنه کې په افغانستان کې نجونو او ښځو ته د زده‌کړې او کار حق د بېرته ورکولو پر اړتیا ټینګار کړی.

اقتصادي ننګونو یوشمېر مېرمنې د پور ترلاسه کولو ته اړ کړي

سلام‌وطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۲۳ مېرمنو سره د مرکو پرمهال موندلې چې دغه مېرمنې د کوچنیو پوروونو په ترلاسه کولو سره، هڅه کړې چې په خپلو پښو ودرېږي، خو د یادو مېرمنو له ډلې یې، د شپږو هغو تجربې ښيي چې دغو پورونو د فرصتونو ترڅنګ اقتصادي او رواني فشارونه هم له ځان سره لرل.

هرات کې یوې مېرمنې ۳۰ ښځو ته د کار کولو زمینه برابره کړې

د هرات ښار په یوې څنډه کې یوه کوچنۍ کارخونه د ګڼو نجونو او مېرمنو لپاره د عاید پر سرچینې بدله شوې ده.

دغه کوچنۍ کارخونه کال وړاندې د یوې مېرمنې له لوري جوړه شوې چې دا مهال په‌کې ۳۰مېرمنو ته د کار کولو زمینه برابره شوې چې په‌کې بېلابېل ډوله برښنايي لامپونه جوړوي.

اسلامي امارت: د تاجیکستان پوله کې به وران‌کارو ته د فعالیت اجازه ورنه‌کړو

د تاجیکستان د پوله‌ساتو ځواکونو له لوري دغه هېواد ته له افغانستان څخه د وراوښتونکو څلور وسله‌والو کسانو تر وژنې وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې په دې اړه یې، څېړنې پیل کړي او په وینا یې، ښايي دا کسان قاچاق‌وړونکي وي.

یوشمېر متقاعدین: تقاعد مو پر وخت نه‌راکول کېږي

د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو یوشمېر متقاعدین سلام‌وطندار ته وايي چې اړوند بنسټونو ته له مراجعې سره سره، پر دې نه‌دي بریالي شوي چې خپل تقاعد ترلاسه کړي.

د دوی په وینا، د خپلو حقوقو ترلاسه کولو  کې د ځنډ له کبله دوی له بېلابېلو ستونزو سره لاس او  ګرېوان دي. دوی زیاته کړه چې د ژمي لپاره د سون، خوراکي او غیرخوراکي توکي نه‌لري.

د خوړو نړیوال پروګرام: پنځه میلیونه افغان مېرمنې او ماشومان خوارځواکۍ سره مخ دي

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر اوچا او د خوړو نړیوال پروګرام له لوري په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته مېرمنو او ماشومانو د شمېر لوړېدو په اړه د اندېښنو په څرګندونو سره هم‌مهاله، په لروپرتو سیمو کې یوشمېر کورنۍ وايي چې د سږکال وچکالۍ د ژوند شرایط ورته سخت کړي او خوړو ته یې لاسرسی محدود کړی دی.

پرله‌پسې زېږون د ښځو او ماشومانو روغتیا ګواښوي

سره له دې چې علمي سپارښتنو کې د زېږون ترمنځ لږ تر لږه د ۲۴ میاشتو په واټن ټینګار کیږي، خو له ۹ ښځو سره د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې د زېږون ترمنځ یې معیاري واټن نه دی رعایت کړی.
د دغو ښځو له خبرو څرګندېږي چې ډېری یې د زېږون ترمنځ د واټن رامنځته کولو لپاره روغتیايي خدمتونو او پوهاوي ته لاسرسی لري، خو بیا یې هم دې موضوع ته پاملرنه نه ده کړې چې له امله یې د هغوی روغتیا منفي اغېزو سره مخ شوې.

د ملاتړ نه‌شتون او اقتصادي فشارونو کونډې ښځې له اساسي حقونو بې‌برخې کړي

په تېرو لسیزو کې افغانستان کې د جګړو او وسله‌والو نښتو له ډېرېدو سره، د کونډو ښځو شمېر په څرګند ډول زیات شوی.

دغه ښځې چې ډېری یې د کور سرپرستې او د کم‌عمره ماشومانو مېندې دي، د مېړه خپلوانو سره د بیا واده کولو په دلیل، تر ډېره له ټولنیزو فشارونو او له خپلو ماشومانو د بېلېدو له ګواښ سره مخ دي.