شپږیزه لیګ؛ بندامیر خپله لومړۍ لوبه وګټله

د شپږیزې کرېکټ لیګ په درېیمه لوبه کې د بندامیر ښاماران لوبډلې د مس‌عینک اتلانو لوبډلې ته ماته ورکړه او دغه لیګ یې، په بریا پیل کړ.

مس‌عینک لوبډلې په دې لوبه کې لومړی توپ‌وهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې، د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۷ منډې جوړې کړې.

د شپږیزې کرېکټ لیګ لومړۍ لوبه امو نهنګان لوبډلې وګټله

په کابل کې د شپږیزې کرېکټ لیګ په لومړۍ لوبه کې دفاعي اتلې امو نهنګان په شپږو وېکټو د بُست‌ ساتونکي لوبډلې ته ماته ورکړه.

بُست په دې لوبه کې لومړی توپ‌وهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې، د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره امو ته د ۱۴۹ منډو هدف ورکړ.

خوست کې په ۴ میلیون ډالرو ورزشي کمپلکس جوړیږي

د خوست مرکز کې د څلور ميليون امريکايي ډالرو په لګښت په ۱۰ جریبه ځمکه کې د يوه ورزشي کمپلکس د جوړېدو چارې پيل شوې.
د بدني روزنې او ورزش عمومي رييس احمدالله وثیق د ياد ورزشي کمپلکس د چارو پيل مراسمو کې وويل، د دغه کمپلکس ټول لګښت چې شاوخوا ۴ میلیون ډالر کیږي د يوه بهر ميشتي افغان لخوا ورکول کیږي.

بلخ کې د معلولو ورزشکارانو ترمنځ د «لامبو وهلو» سیالي وشوې

د بلخ د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولان وایي چې یاد ولایت کې د معلولو ورزشکارانو ترمنځ د «لامبو وهلو» پیل شوې سیالي پای ته ورسېدې.

دغه سیالي د «معلول محتاج نه‌دی، معتاد محتاج دی» په نوم نن پنجشنبه، چنګاښ پنځمه، د معلولو ورزشکارانو د جسمي وړتیا ښودلو په موخه جوړې شوې وې.

هرات کې په اووه میلیونه افغانیو ورزشي جمنازیوم جوړ شو

د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه سوداګر له لوري د اووه میلیونه افغانیو په لګښت یو ورزشي جمنازیوم جوړ او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولان سلام‌وطندار ته وايي، د «خورشید» په نوم دغه ورزشي جمنازیوم د یاد ولایت په کشک‌رباط‌سنګي ولسوالي کې جوړ شوی دی.

لوګر کې د کرېکټ غوراوي سیالي پای ته ورسېدې

د لوګر د کرېکټ امریت مسوولان وایي، دغه سیالي د ۱۷ کلنو څخه کم عمره ځوانانو ترمنځ درې ورځې وړاندې د ولایتي منتخبې لوبډلې د جوړولو په موخه  پیل شوې وې چې د لوګر A(U17) لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د هند ای‌پي‌اېل کې ګجرات له لکناو سره سیالي کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن ماښام ګجرات ټایټنز له لکناو سوپر جاینټز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن پنجشنبه، مې ۲۲مه، ۶:۳۰ بجې د هند د احمداباد ښار په نرېندرا مودي کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.