د پاکستان کرېکټ «سوپر لیګ» نهم پړاو سیالي نن پیلېږي

ټاکل شوې چې د پاکستان کرېکټ «سوپر لیګ» شل اووره سیالي نن شنبه د فبرورۍ ۱۷مه د دغه هېواد په لاهور ښار کې پیل شي.

د یاد لیګ په لومړي لوبه کې به لاهور قلندرز له اسلام‌اباد یونایټډز سره لوبه وکړي. دغه سیالي به نن شپه ۷:۳۰ بجې د لاهور په «قذافي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

افغانستان او سریلانکا نن د ۲۰‌اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د سریلانکا په کوربه‌توب د دغه هېواد د کرېکټ له ملي لوبډلې سره د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن «شنبه، سلواغې ۲۸مه» د سریلانکا د «رنګي‌ري ډمبولا کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

افغانستان او سریلانکا نن دویمه یو ورځنۍ سیالي کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې سره د درېوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه د فبرورۍ ۱۱مه د کوربه سریلانکا د «پالي‌کالي کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي. افغان لوبډلې د یادې لوبلړۍ په لومړي سیالي کې له سریلانکا لوبډلې د ۴۲ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شوه چې ورسره د درېوو یو ورځنیو سیالیو روانه لوبلړۍ کې سریلانکا ۱-۰ مخکې دی.

میدان‌وردګ کې د غشي ویشتلو پیل شوې سیالي پای ته ورسېدې

د میدان‌وردګ د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د لومړي ځل لپاره په چک ولسوالي کې د غشي ویشتلو سیالي پای ته ورسېدې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په جوړو شویو سیالیو کې د غشي ویشتلو پياوړو لسګونه لوبغاړو ګډون کړی وو.

سریلانکا لوبډلې افغانستان ته په یوازینۍ ټسټ لوبه کې ماته ورکړه

د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې په خپل کوربه‌توب د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ته په یوازینۍ ټسټ سیالي کې په لسو وېکټو ماته ورکړه.

افغانستان په دې لوبه کې سریلانکا ته د ۵۶ منډو هدف ورکړی و چې سرلانکا لوبډلې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته ورکړل شوی هدف ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

لوګر کې د سوېل‌‌ختیځ زون په کچه د پنځو ولایتونو ترمنځ د والېبال سیالي پيل شوې

 د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وايي، د یاد ولایت په کوربه‌تون د پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالي پيل شوې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، دغه سیالي د والیبال فدراسیون له لوري د پل‌علم په دولتي جمنازیم کې کیږي چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

لوګر کې «ژمي جام» په نوم د فوتسال سیالی پيل شوې

 د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي، د فوتسال فدراسیون له لوري په مرکز پل‌علم کې د ۲۶ غوره لوبډلو ترمنځ د «ژمي جام» په نوم سیالي پيل شوې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، د فوتسال دغه سیالي د مرکز پل‌علم په «لودین جمنازیم» کې پيل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.

افغانستان نن له هند سره درېیمه شل اووره لوبه کوي

د هند په کوربه‌توب د افغانستان او د یاد هېواد د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانې درې شل اووره سیالیو د لوبلړۍ په لړ کې نن دواړو لوبډلې درېیمه او وروستۍ سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن چهارشنبه جنورۍ ۱۷مه د بنګلور په «چېناسوامي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

نیوزیلنډ په لومړۍ شل اووره لوبه کې پاکستان په ګونډو کړ

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې په خپل کوربه‌توب د پنځو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستان د ۴۶ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړ.

د نیوزیلنډ لوبډلې د لوبډلمشر کېن ویلیامسن او ډارېل مېچل د نیمه سلیزو پر مټ ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې پاکستان ته د ۲۲۷ منډو هدف ورکړی و چې پاکستان یوازې ۱۸۰ منډې جوړې کړې.

افغانستان نن له هند سره د شل اووره سیالیو تاریخي لوبلړۍ پیلوي

ټاکل شوې چې نن د افغانستان او هند د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېوو شل اووره سیالیو تاریخي او لومړۍ لوبلړۍ پیل شي.

د افغانستان او هند کرېکټ ملي لوبډلو له دې وړاندې یوازې د شل اووره نړیوال جام او اسیا جام شل اووره فرمټ کې سره مخ شوي او دا لومړی ځل دی چې شل اووره لوبلړۍ کوي.

افغان ۱۹کلنه لوبډله نن سوېلي‌افریقا سره لوبېږي

د افغانستان ۱۹کلنه کرېکټ ملي لوبډله نن د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ د سیالیو په لړ کې له کوربه‌ سوېلي‌افریقا سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن دوشنبه جنورۍ اتمه د سوېلي افریقا په اولډ اېډوارډینز کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.