افغانستان نن له عربي‌متحده اماراتو سره د شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن «جمعه، مرغومې اتمه» د عربي‌متحده اماراتو په کوربه‌توب د یاد هېواد کرېکټ ملي لوبډلې سره د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د عربي‌متحده اماراتو په کوربه‌توب د شارجې کرېکټ ملي لوبغالي کې پیل شي.

عظمت‌الله عمرزی د ای‌پي‌اېل سیالیو لپاره اخیستل شوی

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې الرونډر لوبغاړی عظمت‌الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال ای‌پي‌اېل لوبو لپاره اخیستل شوی دی.

عمرزی د ۲۰۲۴ کال ای‌پي‌اېل سیالیو لپاره د لوبغاړو پېر یا بولۍ کې د ګوجرات ټایټنز لوبډلې له‌خوا اخیستل شوی دی.

دې لوبډلې نوموړی په ۵۰ لکه هندۍ کلدارو وپېره.

لوګر کې د څلورو ولایتونو په کچه د والیبال سیالۍ پيل شوې

 د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د والیبال فدراسیون له لوري د لوګر په کوربه‌توب د څلورو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، دا سیالۍ په مرکز پل‌علم کې د لوګر، کابل، میدان‌وردګ او کاپیسا ولایتونو ترمنځ د شاوخوا ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ پيل شوي چې یوه میاشت به دوام وکړي.

راشدخان د شل اووره سیالیو غوره توپ‌اچوونکی شو

د کرېکټ نړیوالې شورا يا ای‌سي‌سي د تازه درجه بندۍ له مخې راشد خان په شل اووره نړېوالو سياليو کې لومړی ځای خپل کړی دی.

نوموړي په ۶۹۲ امتيازونو سره دغه مقام ته غوره شوی. د هند ورو توپ‌اچونکي رافي بېشنوی هم د ورته امتيازونو په لرلو دويم ځای کې دی. بېشنوی چې له دې وړاندې له راشد خان لومړی مقام ترلاسه کړی و، نوې درجه‌بندۍ کې دويم ځای ته ښکته شوی دی.

ترکیه کې د لوبڅار له وهلو وروسته د فوټبال سیالي ځنډول شوي‌

د ترکیې فوټبال فدراسیون «TFF» د دغه هېواد  فوټبال سوپر لیګ کې د «انکاراکوچو فوټبال کلب» مشر له لوري د یوه لوبڅار له وهلو وروسته د فوټبال سیالۍ ځنډولې دي.

یاد فدراسیون دغه پېښه «له شرمه ډګې شپې» په نوم نومولې او پېښه کې د ښکېلو کسانو د نیونې او سختې سزا ورکولو خبر ورکړی دی.

یوګاناډا د لومړي ځل لپاره شل اووره نړیوال جام ته لاره وموندله

له افریقا څخه د ۲۰۲۴ کال د شل اووره سیالیو نړیوال جام ته د لارموندنو لوبو په لړ کې د زمبابوې خرابو سیالیو له امله یوګاناډا دغه جام ته لاره پیدا کړه.

له افریقا څخه نمیبیا او یوګانډا د امریکا او وېسټ‌انډیز په کوربه‌توب د راتلونکي ۲۰۲۴ کال شل اووره نړیوال جام ته لاره وموندله.

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې له هند درېیمه شل اووره لوبه وګټله

د هند په کوربه‌توب د اسټرالیا او هند کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانې پنځو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې اسټرالیا هندۍ لوبډلې ته ماته ورکړه.

دغه لوبه چې بېګاه د هند په ګووهاټي لوبغالي کې وشوه کوربه هندۍ لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د درېوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۲ منډې جوړې کړې.

زابل کې له لسیزو وروسته د ورزشکارانو ترمنځ دودیزې سیالۍ پیل شوې

د زابل ورزش امریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې له څه باندې دوو لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره د ورزشکارانو ترمنځ د دودیزو لوبو سیالۍ جوړې کړي دي.

د دوی په وینا، دغه سیالۍ یې د پخوانیو دودیزو لوبو د بیاراژوندۍ کولو په موخه جوړې کړې دي. یادې لوبې د دغه ولایت د اوو ولسوالیو د ورزشکارانو ترمنځ پیل شوې دي.

خوست کې د راستنو شویو افغانانو په ملاتړ د کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست کرېکټ امریت مسوولان وايي چې له پاکستانه د راستنو شویو افغانانو په ویاړ یې دغه ولایت کې د کرېکټ سیالۍ پیل کړې.

یادې سیالۍ نن سه‌شنبه د لړم ۳۰مه د خوست مرکزي لوبغالي کې د دولس لوبډلو ترمنځ پیل شوي چې لس ورځې به دوام وکړي.