
د ایران بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوي
پر سعودي عربستان د ایران بریدونو کې د امریکا د هوايي ځواک ۵ الوتکې چې تېل یې لېږدونکې په نښه او زیانمنې شوي. والسټریټ ژورنال

پر سعودي عربستان د ایران بریدونو کې د امریکا د هوايي ځواک ۵ الوتکې چې تېل یې لېږدونکې په نښه او زیانمنې شوي. والسټریټ ژورنال

د دفاع وزارت ویلي، د پاکستان د تېرې شپې بریدونو په غبرګون کې یې د خیبرپښتونخوا ایالت کوهاټ سیمه کې د پاکستاني پوځیانو ستراتيژیک نظامي مراکز او تأسیسات په نښه کړي. دغو بریدونو کې د کلا نظامي تأسیسات، د قومندې مرکز، ډيپوګانې او د عسکرو د هستوګنې ځایونه لمنځه وړل شوي چې درانه ځالي او مالي زیانونه یې اړولي دي.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي چې پاکستاني ځواکونو نن غرمه ۱۱ بجې د مومندرې ولسوالۍ «ډکې» سیمه کې د استوګنې

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د پاکستان د تېرې شپې بریدونه چې له امله یې د ښځو او ماشومانو

د ایران نوي مذهبي مشر سید مجتبی خامنهیي خپل لومړني پیغام کې ګاونډیو هېوادونو ته سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دې په خپلو هېوادونو

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د تېرو جنایتونو په دوام پاکستان یوځل بیا تېره شپه په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو بمبارد وکړ. هغه ویلي، په ځینو ځایونو کې ملکي کورونه په نښه شوي چې ښځې او ماشومان یې شهیدان کړي او ځينو سیمو کې یې تشې دښتې او خالي ځایونه په نښه کړي.

پاکستان یو ځل بیا پر کابل ښار هوایي بمبار کړی چې ۴ ملکیان په کې شهیدان شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ تایید کړه چې برید تېره شپه د کابل ښار د ٢١ حوزې اړوند د ٢۴ ګذر په ساحه کې د پاکستاني جیټ الوتکو له لوري د ملکیانو په کورونو شوی.

اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، خوست کې د پاکستان برید پرمهال د يوې کورنۍ ۴ غړي شهيدان او ۳ تنه نور ټپيان شوي.
حمدالله فطرت نن پنجشنبه د حوت ۲۱ / مارچ ۱۲ پر اېکسپاڼه لیکلي چې د خوست د عليشېرو ـ تريزيو ولسوالۍ اړوند د «صدقو» کلي د «بدرګې ګورګورې» سيمه کې تېره شپه شاوخوا څلور بجې د پاکستاني پوځ له لوري د عامو خلکو پر کورونو او د کوچيانو پر خېمو د توپونو او هاوانونو بريدونه شوي.

د لبنان بیروت ښار کې د اسراییلي پوځ ننني هوايي برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، دغه برید نن سهار مهال د بیروت ښار د ساحلي سیمې «رملېت البیضا» کې شوی.
اسراییلو همدارنګه د بیروت پر سویلي سیمو څو ځله بریدونه کړي چې د اسراییلو پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل، په دغو سیمو کې یې د حزبالله لس هدفونه په نښه کړي دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له اسراییل او امریکا سره د جګړې پایته رسولو او سولې لپاره درې شرطونه وړاندې کړي. الجزیرې شبکې نن پنجشنبه د حوت ۲۱ / مارچ ۱۲ راپور ورکړی چې د ایران د مشروع حقونو پیژندل، د تاوان ورکول او راتلونکې کې د برید نهکولو نړیوال تضمینونه د ولسمشر پزشکیان له لوري وړاندې شوي شرطونه دي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ Save the Children ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو زیاتېدو له امله، د افغانستان په ختیځ کې شاوخوا ۶۸ زره ماشومان له خپلو کورونو بېځایه شوي.
دغه بنسټ یوه تازه راپور کې ویلي، د سلګونو ټولګیو او لنډمهالو زدهکړیزو مرکزونو د تړل کېدو په دلیل، له ۸ زرو څخه ډېر هغه ماشومان چې د ژغورنې نړیوال بنسټ او د شریکانو له لوري یې ملاتړ کېده، دامهال له ښوونځي پاتې دي.

ایراني چارواکو ویلي چې امریکا او اسراییل د جګړې له پیل راهیسې ایران کې نږدې ۱۰۰۰۰ ملکي ځایونه په نښه کړي.
الجزیرې شبکې نن چهارشنبه د حوت ۲۰ / مارچ ۱۱ راپور ورکړی چې اسراییل او امریکا پر ایران د بریدونو پرمهال له ۱۳۰۰ څخه زیات ملکي وګړي هم وژلي.

تېره شپه یو ځل بیا د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ کې له ډيورنډ فرضي کرښې اخوا د پاکستاني ځواکونو پوستې په نښه شوي. پکتیا کې يوې

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تازه ویلي چې له وروستیو شخړو وروسته، امریکا سره د خبرو بیا پیلول امکان نهلري.
هغه نن سهشنبه رویټرز اژانس سره خبرو کې ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ تېرې خبرې یوه ترخه تجربه وه.
ورته وخت کې د ایران خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه قومندان ویلي، د اسراییل او امریکا پر وړاندې به یې بریدونه دوام ولري.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، د جګړو پراخېدل د سیمې د بې ثباتۍ لامل ګرځي او ټول هېوادونه باید د شخړو د حل لپاره د زور پر ځای د خبرو، تفاهم او ډیپلوماټیک تعامل لاره خپله کړي. هغه زیاته کړې، پر ایران بریدونو او د ایران او ځینو خلیجي هېوادونو ترمنځ زیاتېدونکي کړکېچ، سیمه له امنیتي خطرونو سره مخ کړې.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالل فطرت وايي چې پر پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو د پاکستان د تېرې جمعې شپې او ورځې بریدونو