
میدانوردګ کې چاودنه؛ یو ماشوم مړ او درې ټپیان شوي
د میدانوردګ محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالي کې د پخواني ماین چاودنې له امله د یوه ښوونځي څلور ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د میدانوردګ محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالي کې د پخواني ماین چاودنې له امله د یوه ښوونځي څلور ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

الجزیرې خبري شبکې نن (سهشنه، وري ۱۹) راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو په غزې بمبارۍ ته دوام ورکړی چې د دوشنبې ورځې له سهار راهیسې یې لږترلږه ۶۰ کسان وژلي او یوشمېر نور ټپیان کړي.
د راپورونو پر اساس، د تېرې مارچ میاشتې په ۱۸مه نېټه د اوربند له پایته رسیدو راهیسې اسراییلي ځواکونو له ۴۰۰زره ډیر نور فلسطینیان بېځایه کړي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت مسوولانو ویلي، د غزې پر بېلابېلو برخو د اسراییلي ځواکونو هوايي بریدونو کې ۴۳ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
دې سره، غزه کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار اداره UNRWA وايي، د اسراییلو د بشپړې کلابندۍ له یوې میاشتې څخه زیات وخت وروسته فلسطینیان د لوږې له سختې کچې سره مخ دي.

د فلسطین روغتيايي مسوولانو ویلي چې اسراییلي ځواکونو تېره ورځ د غزې پر بېلا بېلو سیمو بریدونه کړي چې ٣٠ فلسطیني وګړي په کې وژل شوي.
د فلسطین د روغتیا وزارت له لوري د وړاندې شويو شمېرو پر بنسټ، پر غزې د اسراييل د بریدونو د دویم پړاو له پیل راهیسې څه باندې یو زر او ٢٥٠ کسان وژل شوي او تر ٣ زرو زیات ټپیان دي.

د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې څانګه وايي چې افغانستان ک له جګړو پاتې ماینونه او مهمات د افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
یاد بنسټ دغه څرګندونې نن جمعه، وري ۱۵مه د «ماینونو خطر په اړه د عامه پوهاوي» نړیوالې ورځې په مناسبت کړي دي.

د روسیې لویې څارنوالۍ د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتي چې د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت نوم لرې کړي.
سرپرست حکومت د دې پرېکړې هرکلی کوي او هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم او ارزښتناک ګام بولي.

د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د کوچني اختر د درېوو ورځو پرمهال په هېواد کې هېڅ ډول امنیتي پېښه نهده شوې.
یاد وزارت نن چهارشنبه، وري ۱۳مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت اړوند امنیتي ځواکونو د هېواد جوماتونو، تفرېح ځایونو او عمومي لارو امنیت نیولی و او هېڅ ډول امنیتي پېښه نهده رامنځته شوې.

الجزیزې خبري شبکې د فلسطیني چارواکو په خبره راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو د کوچني اختر په لومړۍ ورځ غزه کې د ماشومانو په ګډون

انتونیو ګوترش نن (یکشنبه، د وري ۱۰) د اختر په مناسبت پیغام کې ویلي، اختر د یوالي او شفقت ته د ارزښت ورکولو لپاره یو

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستانو محمد یعقوب مجاهد او سراجالدین حقاني، د استخباراتو مشر ملا عبدالحق وثیق، د دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر او د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري کندهار کې د اسلامي امارت مشر شیخهبتالله اخندزاده ته د هېواد د امنیت په اړه راپور وړاندې کړی.

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالي کې دوه کسان د غواګانو غلا په تور نیول شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، اسراییلي ځواکونو نن سهار (چهارشنبه، وري ۶) د غزې پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي چې لږ تر لږه ۱۱ کسان په کې وژل شوي.
د قربانیانو په ډله کې ۵ ماشومان شاملیږي چې یو یې شپږ میاشتنی ماشوم دی.
د اسراییلو پوځ په سوریې هم بمبارۍ ته دوام ورکړی او د هغه هېواد په درعا کې یې شپږ کسان وژلي دي.

اسراییل اتمه پرلپسې ورځ پر غزه بمبارۍ ته دوام ورکړی او نن سهار یې هم د غزې پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي دي. د

افغانستان کې د مېرمنو وژنې او ځانوژنې پېښو ارزونې په اړه د سلاموطندار ارزونې ښيي چې د ۱۴۰۳کال پرمهال رسنیو په هېواد کې د وژنې او ځانوژنې د ۹۲ پېښو راپور ورکړی دی.
دغه شمېرې ښيي چې په منځنۍ کچه رسنیو کې هره میاشت د مېرمنو د وژنې او ځانوژنې پېښې ثبت شوي دي.

پر غزې د اسراییلو د بریدونو پیل راهیسې تر دامهاله د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۰زره کسانو اوښتی دی. غزه کې د روغتیا وزارت

د هلمند امنیتي چارواکو د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې په لړ کې ۳۴ میله نیول شوې وسلې او تجهیزات د ډایاک مدیریت ته وسپارلې.