غزه کې پر ښوونځي د اسراییل بمبار؛ ۱۰ کسان یې وژلي

د راپورونو پر اساس، اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو بمبارۍ ته دوام ورکړی او تازه یې غزې ښار کې د ښوونځي پر یوه پناه ځای بمبار کړی دی.
راپورونو کې ویل شوي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
ویل شوي چې په قربانیانو کې یو ماشوم هم شامل دی چې سوځېدلی دی.

هندي کشمیر کې پر سیلانیانو برید؛ ۲۶ کسان وژل شوي

د راپورونو پر اساس، وسله‌والو کسانو د سه‌شنبې پر ورځ د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د سیلانیانو پر یوه ډله برید کړی.

دغه برید کې لږ تر لږه ۲۴ سیلانیان وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان دي.

دا په روان کال کې پر ملکیانو تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.

د یمن پوځ: د امریکا دوه بې‌پیلوټه الوتکې مو له‌منځه یوړې

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند یحیی سریع ویلي، یوه “ام‌کیو٩” ډوله امريکايي بې‌پيلوټه الوتکه یې د پلازمينې صنعا پر اسمان نسکوره کړې. هغه ویلي، دا تېرو ٢٤ ساعتونو کې دویمه او روانه میاشت کې شپږمه بې پيلوټه الوتکه ده چې له منځه وړل کیږي. د غزې جګړې له پیل راهیسې د نسکوره شویو “ام کیو ٩” ډوله بې پیلوټه الوتکو شمېر بیا ٢١ ته لوړ شوی.

غزه کې د ملکیانو پر خیمو د اسراییل بریدونه؛ ۷۰ کسان وژل شوي

د راپورونو پر بنسټ، اسراییلي ځواکونو د جمعې له سهار راهیسې د غزې شمال او سویلي سیمو کې د بېځایه شویو پر کمپونو او خیمو پراخ بریدونه کړي چې درنه مرګژوبله یې اړولې.

روغتیايي سرچینو الجزیرې ته ویلي چې د اسراییلو دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي او تلفات لا هم مخ په زیاتېدو دي.

پکتيکا کې درې کسان د انسان‌تښتونې او وژنې په تور نیول شوي

د پکتیکا امنیه قومنداني مسوولان وايي چې یاد ولایت کې درې کسان د انسان‌تښتونې او وژنې په تور نیول شوي دي.

د امنیه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو له‌خوا یو کس د انسان‌تښتونې او دوه نور بیا د وژنې په تور نیول شوي دي.

حمدالله فطرت: پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان نه‌وراچوي

اسلامي امارت د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هغه ادعاوې رد کړې چې کواګې وسله‌وال د یاد هېواد پر وړاندې د افغانستان خاوره د بریدونو لپاره کاروي.

نوموړي دغه ادعا پرون یکشنبه، وري ۲۴مه د انګلستان پلازمېنې لندن ښار کې خبریلانو سره د یوې خبري ناستې پرمهال کړې ده.

پکتيا کې دوه کسان د نشه‌يي توکو قاچاق‌ په تور نیول شوي

د پکتیا امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په زرمت ولسوالي کې د نشه‌يي توکو دوه  قاچاق‌وړونکي نیولي دي.

د پکتـيا امنيه قومنداني څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه‌يي توکو پرضد منسوبينو په زرمت ولسـوالي کې د یو کشفي راپور پربنـسټ دوه کسان د نشه‌يي توکو قاچاق په تور نیولي.

پر غزې د اسراییلو بریدونه؛ هغه ۶ وروڼه وژل شوي چې زیانمنو ته یې خواړه رسول

د راپورونو پر بنسټ، اسراییلي ځواکونو پر غزې بریدونو ته دوام ورکړی او تېره ورځ د غزې بېلا بېلو سیمو کې لږترلږه ۳۷ کسان وژل شوي.
په وژل شویو کې هغه ۶ وروڼه هم شامل دي چې رضاکاران وو او لوږه ځپلو فلسطینیانو ته یې خواړه ورکول.
دې سره، د یمن چارواکو هم ویلي، پلازمینې صنعا ته نږدې د امریکا بریدونو کې ۵ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

پر غزې د اسراییل ۳۶ بریدونو کې یوازې ښځې او ماشومان وژل شوي

د راپورونو پر اساس، د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي چې په غزه کې د اسراییلو لسګونو بریدونو کې یوازې ښځو او ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ملګروملتونو ویلي، د تېرې مارچ میاشتې ۱۸مې او د اپریل ۹مې ترمنځ غزه کې د اسراییلو لږ تر لږه ۳۶ بریدونو کې یوازې فلسطیني ښځې او ماشومان وژل شوي دي.

پر غزې د اسراییل تازه بریدونو کې ۳۵ فلسطینیان وژل شوي

د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر اساس، اسراییلي ځواکونو نن (پنجشنبه، وري ۲۱) د غزې بېلابېلو سیمو کې د استوګنې پر ودانیو هوايي بریدونه کړي چې ګڼ شمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
راپورونو کې ویل شوي چې د غزې پر «شجاعیه» سیمه د اسراییل بریدونو کې لږترلږه ۳۵ فلسطینیان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.