هایټي کې د ډله‌ییز برید له امله ۷۰ کسان وژل شوي

هایټي هېواد کې د ډله‌ییز برید پرمهال لږترلږه ۷۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د راپورونو پر اساس، برید د یوې وسله‌والې ډلې له لوري د یکشنبې په سهار د «جین ډینس» سیمې شاوخوا کلیوالي کې پیل شو او د دوشنبې تر سهاره یې دوام وکړ.

د هایټي چارواکو ویلي، سیمې ته د پولیسو په رسېدو سره وسله‌واله ډله تښتېدلې او څو کورونه له وړاندې سوځول شوي وو.

خوست کې څلور غله نیول شوي

د خوست امنیه قومنداني مسوولان وايي، هغه څلور وسلوال غله یې نیولي چې د نظامي کسانو په نوم به د خلکو کورونو ته ورننوتل او غلاوې به یې کولې.

د یادې قومنداني ویاند طاهر احرار ویلي، دا کسان نن یکشنبه، وري نهمه، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې د منسوبینو له‌خوا نیول شوي دي.

د ایران جګړه؛ د ناروې کډوالو شورا: افغان کډوال ډېر زیانمنونکي دي

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې ایران کې د اسراییل او امریکا د بمباریو له یوې میاشتې وروسته، میلیونونه خلک د خوندیتوب په لټه کې دي.
دغې شورا نن یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ایران کې له څلور میلیون څخه ډېر افغانان تر ټولو زیان‌منونکو کې دي. خبرپاڼه کې راغلي، ایران کې ډېری افغان کورنیو خپل د عاید یوازینۍ سرچینه له لاسه ورکړې

پاکستان سره کړکېچ؛ لا هم د ستونزې د حل څرک نه‌لیدل کیږي

د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د نښتو له زیاتېدو څه باندې یوه میاشت تېریږي، خو د کړکېچ پایته رسولو لپاره لا هم روښانه لیدلوری نه تر سترګو کېږي.

د تېرې شاوخوا یوې میاشتې پرمهال د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتو او جګړو، د امنیتي اندېښنو ترڅنګ، اقتصادي اندېښنې هم زیاتې کړي.

ریچارډ بنټ د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د دایمي اوربند غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ له اسلامي امارت او پاکستان غوښتي چې پر دایمي اوربند هوکړه وکړي. بنت نن ویلي، پاکستان او اسلامي امارت باید نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي.

امریکا منځني ختیځ ته زرګونه نور سرتېري استوي

د راپورونو پر اساس، د امریکا متحده ایالات تمه لري چې منځني ختیځ ته زرګونه نور سرتېري واستوي.

یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، ټاکل شوې چې پنټاګون منځني ختیځ ته له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې سرتېري واستوي.

د سرچینې په وینا، ایران ته د پوځیانو د لېږلو په اړه کومه پرېکړه نه‌ده شوې، خو دغه ځواکونه به سیمه کې د راتلونکو احتمالي عملیاتو لپاره ظرفیتونه لوړ کړي.

د خبرداریو ترڅنګ، پاکستان افغانستان کې د عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

سره له دې چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو نږدې میاشت په پوره کېدو ده او د دغو نښتو پراخېدو او د منفي پایلو په اړه یې نړیوالې اندېښنې زیاتې شوي، خو اسلام‌اباد خبرداری ورکوي چې خپلو عملیاتو ته به دوام ورکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحق ډار نن دوشنبه د مارچ ۲۳مه د «پاکستان ورځې» په مناسبت یوه پیغام کې ویلي، اسلام‌اباد به افغانستان کې د امنیتي ګواښونو د له‌منځه وړلو لپاره هدفمندو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د لبنان حزب‌الله: په یوه ورځ مو پر اسراییل ۶۳ ځله عملیات کړي

د لبنان حزب‌الله ډلې ادعا کړې چې د یکشنبې په ورځ یې د اسراییلو پر وړاندې ۶۳ ځله عملیات کړي.

د راپورونو پراساس، د لبنان حزب‌الله ویلي چې د اسراییلي ځواکونو پر وړاندې دغو عملیاتو کې د توپ‌مرمۍ، راکټونه او بې‌پیلوټه الوتکې کارول شوي، خو د اوښتې مرګژوبلې جزییات یې نه دي ورکړي.

پر غزې د اسراییل تازه بریدونو کې څلور کسانو ژوند بایللی

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، پر بېلابېلو سیمو د اسراییل وروستیو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۴ کسانو ژوند بایللی او ۱۰ نور ټپیان شوي.

نړیوالو رسنیو نن دوشنبه د حمل ۳ / مارچ ۲۳ راپور ورکړی چې اسراییلو تېره ورځ د غزې ځینې برخې بمبار کړې.

پر کونړ او پکتیکا د پاکستان برید؛ یو کس شهید او یو ټپي شوی

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي چې نن د پاکستاني ځواکونو له لوري د کونړ ناړۍ ولسوالۍ پر ځینو سیمو د هاوان مرمۍ ویشتل شوي دي.

د حمدالله فطرت په وینا، د دغو بریدونو په پایله کې یو ملکي وګړی شهید شوی او یوه ښځه ټپي شوې ده.