
ذبیحالله مجاهد: د تېرې شپې جګړه کې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اسلامي امارت ځواکونو د تېرې شپې عملیاتو کې ۵۸ پاکستاني نظامیان وژل شوي او ۳۰ ټپیان دي.
هغه وویل، دغو عملیاتو کې د پاکستاني پوځ ۲۵ پوستې هم نیول شوي او د هغوی ګڼ شمېر پوځي مهمات د اسلامي امارت د ځواکونو لاس ته ورغلي.














