
ذبیحالله مجاهد د محکمو د جزایي اصولنامې توشیح کېدل تایید کړل
د محاکمو جزايي اصولنامې د اسلامي امارت د مشر هبتالله اخندزاده له لوري تر توشیح کېدو وروسته عملي بڼه خپله کړه. دغه اصولنامه چې ۱۰

د محاکمو جزايي اصولنامې د اسلامي امارت د مشر هبتالله اخندزاده له لوري تر توشیح کېدو وروسته عملي بڼه خپله کړه. دغه اصولنامه چې ۱۰

سلاموطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۲۳ مېرمنو سره د مرکو پرمهال موندلې چې دغه مېرمنې د کوچنیو پوروونو په ترلاسه کولو سره، هڅه کړې چې په خپلو پښو ودرېږي، خو د یادو مېرمنو له ډلې یې، د شپږو هغو تجربې ښيي چې دغو پورونو د فرصتونو ترڅنګ اقتصادي او رواني فشارونه هم له ځان سره لرل.

د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبه پر اېکسپاڼه لیکلي چې دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل په پرمختګ، د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په همکاریو، د اقتصادي ثبات پر پیاوړتیا، د خصوصي سکټور پر وړاندې د محدودیتونو لرې کولو پر لارو چارو او د ملګرو ملتونو له لوري د بشري همکاریو پر موثریت بحث او خبرې شوي.

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډيکارلو سره لیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کتنه کې دواړو لوريو د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل او د دوحې پروسې ناستو په تړاو هراړخيز بحثونه وکړل.
پاکستان کې د واده مراسمو کې د ځانمرګي برید پرمهال ۵ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې برید

پر غزې د اسراییلي ځواکونو تازه بریدونو کې د ٣ خبریالانو په ګډون ١١ فلسطینیان وژل شوي. د راپورونو پر اساس، وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي او شپږ کسان ټپیان شوي. د غزې روغتیايي مسوولان وايي، د اوربند له اعلان سره سره، د اسراییلي ځواکونو بریدونه په بېلابېلو سیمو کې نهدي درېدلي او لاهم ملکي وګړي په نښه کوي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، که د امریکا برید لاندې راشي، تهران به هر هغه څه چې لري، په کارولو یې مقابله وکړي. هغه ویلي: «که چېرې مونږ د نوي برید لاندې راشو، د هغه زغم برعکس چې ایران د ۲۰۲۵ کال جون کې اسراییلو سره جګړه کې ښوولی وو، زموږ وسلهوال ځواکونه هر هغه څه سره چې موږ یې لرو، ځواب ورکولو ته چمتو دي.»

د کورنيو چارو وزير سراجالدين حقاني وايي، افغانان له ۵۰ کلنې جګړې او ستونزو راوتلي او اوس په امن کې ژوند کوي.
حقاني وويل، افغانستان د جرګو او مرکو وطن دی او ټينګار يې وکړ چې له تېرې شل کلنې جګړې په ميراث پاتې ستونزې بايد د مرکو له لارې حل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیایون نن سهشنبه مرغومې ۳۰مه د خبري ناستې پرمهال خبریالانو ته ویلي چې اسلامي امارت سره یې د تېرې ورځې د چاودنې په اړه خبرې کړې او غوښتنه یې کړې چې د ټپیانو د درملنې په برخه کې بیړني ګامونه پورته کړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان او برتانیې ځانګړو استازو د سیمې پر امنیتي وضعیت، وروستیو بدلونونو او امنیتي ننګونو خبرې کړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن سهشنبه جدي ۳۰ / جنوري ۲۰ پر اېکسپاڼه لیکلي چې اسلاماباد کې یې د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي سره لیدلي.

د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، د شهرنو د تېرې ورځې چاودنې پر مهال یو چینایي وګړي او شپږو افغانانو ژوند بایللی. هغه

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره شپه ناوخته پر اېکسپاڼه لیکلي، د ایران او اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیرانو د دوهاړخیزو اړیکو او سیمه کې د روان وضعیت په اړه خبرې کړي.
خبرپاڼه کې راغلي: «عراقچي د افغانستان د دولت، ولس او رسنیو له مثبتو دریځونو مننه کړې او په بېلابېلو برخو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوهاړخیزې اړیکې د ودې په حال کې بللي.»

د سلاموطندار موندنې ښيي چې ایران کې د روانو بېثباتیو او ناارامیو سربېره، ډېری افغان ځوان دغه هېواد ته روان دي. د معلوماتو له مخې، له دې وړاندې د اسراییلو او ایران ترمنځ د جګړې پرمهال هم دغه هېواد کې یوشمېر افغانان د جاسوسۍ په تور نیول شوي، شکنجه او په زور له یاد هېواد ایستل شوي دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی چې د امریکا لخوا په مذهبي مشر ایتالله عليخامنهيي برید به د “بشپړې جګړې” مانا ولري.
هغه ویلي چې پر هېواد یې د امریکا هر ډول برید به “سخت غبرګون” رامنځته کړي او په مذهبي مشر برید به د ایراني ملت پر وړاندې د بشپړې جګړې سره برابر وي.

د سوریې حکومت د کُردانو پوځي ډلې سره د اوربند هوکړه کړې. د راپورونو لهمخې، د دواړو خواو ترمنځ له څو ورځو جګړې وروسته د دغه اوربند له مخې به کُرد ځواکونه اوس د احمد شرع په مشرۍ د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې راځي او ټاکل شوې د سوریې له دیرالزور او رقه ښارونو چې په پراخه کچه نفت، غنم او د اوبو بندونه لري، ووځي.

د دفاع وزارت ویلي چې د وسلهوال پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت په یوه رسمي سفر قطر ته تللی دی. دغه وزارت تېره ورځ