
لبنان کې د اسراییل هوايي بریدونه؛ ۱۰ کسان وژل شوي
د په ختیځ کې د اسراییلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي چې په کې د حزبالله یو لوړپوړی

د په ختیځ کې د اسراییلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي چې په کې د حزبالله یو لوړپوړی

په داسې حال کې چې د متحده ایالتونو سترې محکمې د یوه حکم په صادرولو سره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا پر هېوادونو لګول شوې تعرفې غیرقانوني بللي، خو ټرمپ یو ځل بیا په ټولو هېوادونو د ۱۰ سلنه تعرفې لګولو ژمنه کړې.
هغه د سترې محکمې پر ضد سخت غبرګون ښودلی او ټینګار کړی، چې تعرفې به له بدیلو لارو عملي کړي.

اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي، افغانستان ته د ملګروملتونو د ځانګړي استازي مرستيال او هستوګن همغږي کوونکي، اندريکا رټواټه سره د مخهښې ليدنه کړې ده.
په دې ناسته کې د ملګروملتونو مرستندويه ماموريت سرپرستې او د سياسي څانګې مشرې جورجټ ګانيون او ورسره مل پلاوي هم ګډون درلود.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، په ایران د امریکا هر ډول نوی برید جدي پایلې لرلی شي.
هغه تېره ورځ د فبروري په ۱۸ د سعودي العربیه ټلویزیون سره مرکه کې د ایران سولهییز اټومي پروګرام د تعقیب په موخه د حللارې موندلو لپاره د زغم غوښتنه وکړه.

مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن د اوزبیکستان سفیر باتورجان ذاکروویچ اسدوف سره لیدلي. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د قزاقستان آستانه ښار کې د تماس ډلې غونډه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو د استازو څرګندونو په غبرګون کې وايي، افغانستان د سیمهییزو همکاريو د محور په توګه د خپل دریځ د پیاوړتیا لپاره له ټولو مثبتو فرصتونو ګټه اخلي.
هغه وویل، د اسلامي امارت بهرنۍ تګلاره هم د اقتصادي نښلونې او د هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ ولاړه ده.

د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکاف وايي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه نن چهارشنبه متحده ایالتونو اوکراین او روسیې سره د درې اړخیزو خبرو درېیم پړاو ترسره کړه.
دغه خبرې د سویس په کوربهتوب ترسره شوې.
سټیو ویټکاف ویلي، امریکا د اوکراین جګړې دواړه لوري سره راټول کړي او خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی.

د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو دویم پړاو پایته ورسېد او دواړو لورو له څو ساعته خبرو وروسته د ناستې ځای پرېایښی.
د راپورونو پر اساس، دغو مذاکراتو ۳ نیم ساعته دوام وکړ او دواړه لوري د عمومي موضوعاتو په اړه یو بل سره تفاهم ته رسېدلي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دې پړاو تر پایته رسېدو وروسته د ایران له دولتي ټلویزیون سره لنډو څرګندونو کې مذاکرات رغنده وبلل.

په اسیا او ارام سمندر کې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو څانګې ویلي، افغانستان کې له تېرو جګړو پاتې مهمات د دې هېواد د وګړو پر وړاندې پټ او مرګونی ګواښ دی.
یادې ادارې نن سېشنبه دلوې ۲۸ / فبروري ۱۷ پر اېکسپاڼه لیکلي، افغانستان کې له ماینونو او د جګړو له پاتې مهماتو د ککړو ځمکو د پاکولو له هڅو ملاتړ کوي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، جینوا کې به ایران سره خبرو کې په غیرمستقیم ډول ښکېل وي او باور لري چې تهران غواړي یوه معامله وکړي.
هغه نن سهشنبه د یران اټومي پروګرام په اړه د واشنګټن او تهران ترمنځ له خبرو پیلېدو وړاندې خبریالانو ته وویل: «زه به په غیر مستقیم ډول په دې مذاکراتو کې برخه واخلم. او دا به خورا مهم وي.»

د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو دویم پړاو سبا په جېنوا کې پیل کېږي. د دواړو هېوادونو استازي مخکې له مخکې سویس ته رسېدلي دي. سره له دې چې په سیمه کې د ډیپلوماسۍ هڅې روانې دي، د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ په دریځ کې بدلون لیدل کېږي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کنسولګرۍ اعلان کړی چې ۱۰۵ افغان وګړي د دغه هېواد له زندانونو خوشې شوي او بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي دي.
یادې کنسولګرۍ نن سهار (دوشنبه، سلواغې ۲۷مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې خوشې شوي کسان د کندهار د سپینبولدک ولسوالي له لارې افغانستان ته داخل شوي.

د ملي دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو ۳۷مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي چې نه د چا غلامي مني او نه هم د چا فرمایشات منلی شي.
مجاهد په دې غونډه کې ټينګار وکړ چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او پلمه لټونکي هېوادونه باید د ستونزو له رامنځته کولو ډډه وکړي او په وینا یې، دا ستونزې د هېڅ لوري پر ګټه نهلري.

اسلامي امارت د پخواني شوروي اتحاد د ماتې ورځې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې دغه ورځ تاریخي ویاړ بللی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تېرو سلو کلونو کې درېيم ځل هم افغانستان نوی له اشغال څخه ازاد شوی دی او ټینګار یې کړی چې افغانان د خپل دین د ساتنې او مستقل اوسیدو لپاره کلک هوډ او تعهد لري.

نن د سلواغې ۲۶مه/ فبرورۍ ۱۵مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو ځواکونو د وتلو له ۳۷مې کلیزې سره برابره ده.
په همدې ورځ د پخواني شوروي ځواک وروستی سرتېری له افغانستان څخه ووت او د افغانانو پر وړاندې نږدې لس کلنه جګړه پای ته ورسېده.
دا ورځ هرکال د هېواد دننه د ازادۍ د ورځې په توګه نمانځل کېږي.

د مونیخ غونډه چې تېره ورځ پیل شوې، ټاکل شوې سبا هم دوام وکړي. د اروپا ټولنې او امریکا د اړیکو راتلونکی، د نړیوال نظم