د ایران ولسمشر د جګړې ختمولو لپاره ۳ شرطونه وړاندې کړي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له اسراییل او امریکا سره د جګړې پایته رسولو او سولې لپاره درې شرطونه وړاندې کړي. الجزیرې شبکې نن پنجشنبه د حوت ۲‍۱ / مارچ ۱۲ راپور ورکړی چې د ایران د مشروع حقونو پیژندل، د تاوان ورکول او راتلونکې کې د برید نه‌کولو نړیوال تضمینونه د ولسمشر پزشکیان له لوري وړاندې شوي شرطونه دي.

د چارو کارپوهان: د پاکستاني پلاوي سفر مذاکراتو ته لار هوارولی شي

د اسلامي امارت یوې سرچینې وویل، د پاکستان له دیني علماوو جوړ یو درې کسیز پلاوی کابل ته راغلی، څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان تاوتریخوالي د پای‌ته رسولو لپاره هڅې وکړي. ورته وخت کې کارپوهان باور لري چې دغه پلاوی ښايي یوازې دومره وکړی شي چې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو او مذاکراتو د بیا پیلولو لپاره زمینه برابره کړي.

د هېواد ختیځ کې جګړو ۶۸زره ماشومان بېځایه کړي

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ Save the Children ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو زیاتېدو له امله، د افغانستان په ختیځ کې شاوخوا ۶۸ زره ماشومان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي.

دغه بنسټ یوه تازه راپور کې ویلي، د سلګونو ټولګیو او لنډمهالو زده‌کړیزو مرکزونو د تړل کېدو په دلیل، له ۸ زرو څخه ډېر هغه ماشومان چې د ژغورنې نړیوال بنسټ او د شریکانو له لوري یې ملاتړ کېده، دامهال له ښوونځي پاتې دي.

امریکا او اسراییل ایران کې۱۰ زره ملکي ځایونه په نښه کړي

ایراني چارواکو ویلي چې امریکا او اسراییل د جګړې له پیل راهیسې ایران کې نږدې ۱۰۰۰۰ ملکي ځایونه په نښه کړي.

الجزیرې شبکې نن چهارشنبه د حوت ۲۰ / مارچ ۱۱ راپور ورکړی چې اسراییل او امریکا پر ایران د بریدونو پرمهال له ۱۳۰۰ څخه زیات ملکي وګړي هم وژلي.

مایک والټز: افغانستان سره دې د دغه سازمان مرستې وارزول شي

ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر وايي، له افغانستان سره د ملګرو ملتونو مرستې ارزونې ته اړتیا لري.

رویټرز اژانس نن سه‌شنبه د حوت ۱۹ / مارچ ۱۰ راپور ورکړی چې ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي ویلي، د اسلامي امارت دریځ او پر افغان ښځو محدودیتونو ته په پام، افغانستان سره باید په نړیوالو مرستو بیاکتنه وشي.

عباس عراقچي: امریکا سره د خبرو بیا پیلول امکان نه‌لري

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تازه ویلي چې له وروستیو شخړو وروسته، امریکا سره د خبرو بیا پیلول امکان نه‌لري.

هغه نن سه‌شنبه رویټرز اژانس سره خبرو کې ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ تېرې خبرې یوه ترخه تجربه وه.

ورته وخت کې د ایران خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه قومندان ویلي، د اسراییل او امریکا پر وړاندې به یې بریدونه دوام ولري.

امیرخان متقي: هېوادونه دې د زور پر ځای د تفاهم لار غوره کړي

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، د جګړو پراخېدل د سیمې د بې ثباتۍ لامل ګرځي او ټول هېوادونه باید د شخړو د حل لپاره د زور پر ځای د خبرو، تفاهم او ډیپلوماټیک تعامل لاره خپله کړي. هغه زیاته کړې، پر ایران بریدونو او د ایران او ځینو خلیجي هېوادونو ترمنځ زیاتېدونکي کړکېچ، سیمه له امنیتي خطرونو سره مخ کړې.

د ایران جګړه؛ پاکستان کې د تېلو بیې ۲۰ سلنه لوړې شوي

د پاکستان حکومت د ایران جګړې او منځني ختیځ کې د کړکیچ له امله د تېلو پرچون بیې شاوخوا ۲۰ سلنه لوړې کړي.

رویټرز نن شنبه د حوت ۱۶ / مارچ ۷ راپور ورکړی چې د نوي اعلان له مخې، پاکستان کې د پټرولو او ډیزلو په هر لیټر کې څه باندې ۵۵ کلدارې زیاتوالی راغلی چې ورسره د پټرولو بیه ۳۲۱.۱۷ او د ډیزلو بیه ۳۳۵.۸۶ کلدارو ته رسېدلې.

د افغانستان ـ پاکستان جګړه؛ علي القره‌داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

د اسلامي علماوو د نړیوال اتحاد مشر علي علي القره‌داغي د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د جګړې په اړه فتوا کې د نښتو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې.

القره‌داغي نن شنبه پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دوو اسلامي هېوادونو ترمنځ جګړه هغه هم په روژې میاشت کې د اسلامي لارښوونو خلاف ده او ژر تر ژره دې ودرول شي.

پاکستان سره جګړه؛ تردامهاله ۱۱۵ زره افغانان بېځایه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ UNHCR ویلي، افغانستان او پاکستان کې د وروستیو نښتو له امله وضعیت ترینګلی دی. دغه بنسټ یوه راپور کې ویلي، دواړو هېوادونو کې د روانو نښتو له امله ګڼ شمېر خلک بېځایه شوي. د راپور له‌مخې، افغانستان کې شاوخوا ۱۱۵ زره او په پاکستان کې نږدې ۳ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.