سویلي ولایتونو کې د پاکستان بریدونو پرمهال ۲۰ ملکیان شهیدان شوي

د پکتيکا شکین او برمل، د پکتيا ډنډپټان او د خوست ځاځي‌ميدان او عليشر ولسوالي کې د پاکستان د تېرې شپې بريدونو کې د ملکي خلکو کورونه په نښه شوي چې د ماشومانو په ګډون يې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې. د ۲۰۳ منصوري قول اردو وياند وويل، د پاکستان بريدونو کې شاوخوا ۲۰ ملکي وګړي شهیدان او له ۲۰ ډېر ټپيان شوي.

د اسلامي امارت پاکستان جګړه؛ پر افغان کډوالو فشارونه نور هم زیات شوي

د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د نښتو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه او محدودیتونه نور هم ډېر شوي او دا مهال له سختو شرایطو سره مخ دي.

د افغان کډوالو د پېژندنې، نیولو او ایستلو بهیر په پراخه کچه روان دی، کډوال وایي چې نه په خپلو کورونو، نه د اوسېدو په ځایونو او ان نه هم په عبادت‌ځایونو کې ځان خوندي احساسوي.

امیرخان متقي: اسلامي امارت د تاوتریخوالي پلوی نه دی

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي خپل ترکي، قطري او عربستاني سیالانو سره ټیلیفوني خبرو کې ویلي، اسلامي امارت د تاوتریخوالي پلوی نه دی او تل یې د تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو حل غوره کړی.

د نوموړي په خبره، دا ډول هڅې هغه وخت پایله ورکولی شي چې مقابل لوری هم د حل‌لارې لپاره عملي او صادقانه اراده وښيي.

اسراییل پر ایران برید کړی

د اسراییل دفاع وزیر اسرائیل کاتز ویلي چې پر ایران یې برید کړی.
ټایمز آف اسراییل ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه بریدونه د اسراییل پر وړاندې د ګواښونو د له‌منځه وړلو په موخه ترسره شوي.
د راپور له مخې، پر ایران د اسراییل له بریدونو وروسته، په ټول اسراییل کې د خطر زنګونه غږول شوي دي.
ورته وخت کې قطر کې د امریکا سفارت پر ایران د اسراییل له بریدونو وروسته، خپلو ټولو کارکوونکو ته ویلي چې خوندي ځایونو کې پاتې شي.

ذبیح‌الله مجاهد: پاکستان به د خپل هر شوم اقدام ځواب اسلام‌اباد کې ترلاسه کړي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله نن یوې خبري غونډې ته وویل، دا هېڅ معقوله نه ده چې پاکستان خپلې ستونزې په افغانستان ور واچوي. دی وايي، پاکستان څو ځله پر افغان خاورې تېری کړی، ملکیان یې شهیدان کړي چې دا له ټولو قوانینو سره ښکاره سرغړونه ده. هغه زیاتوي چې پاکستان به د خپل هر شوم اقدام ځواب په اسلام‌اباد کې ترلاسه کړي.

تازه راستنې شوې کورنۍ: لا خپلو سیمو ته نه‌وو رسیدلي چې پاکستان په نښه کړو

له پاکستنه تازه را ایستل شوې یوشمېر کورنۍ وايي، له یوه لوري پاکستاني پوځ په جبري ډول له دغه هېواده ایستلي او له بل لوري یې په بې‌ګناه ډول دوی په نښه کړي. د هغوی په وینا، لا خپلو سیمو ته نه و رسیدلي چې د پاکستان هدف وګرځېدل.

اسلامي امارت د پاکستان اسلام‌اباد او نورو ښارونو کې اهداف په نښه کړي

د دفاع وزارت هوايي ځواکونو نن شاخوا ۱۱ بجې د پاکستان په اسلام‌اباد کې «فیض‌آباد» ښار ته نږدې نظامي کمپ، نوښار کې د پوځ کینټ، جمرود پوځي کالوني، او ایبټ‌آباد کې هوايي بریدونه وکړل. دغه وزارت ویلي، دغه هوايي عملیات په موفقانه توګه ترسره شول چې هلته یې د پاکستان فوج مهم نظامي ځایونه، مراکز او تأسیسات په نښه کړل.

د افغانستان پاکستان کړکېچ؛ ریچارډ بنټ سم‌لاسي د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ جګړې ته په اشارې سم‌لاسي د تاوتریخوالي کمول اړین بللي.

ریچارډ بنټ نن جمعه د دلوې ۸ / فبروري ۲۷ پر اېکسپاڼه لیکلي: «په خواشینۍ سره یو ځل بیا د پاکستان او افغانستان ترمنځ اوسنی کړکېچ په تاوتریخوالي بدل شوی.»

ګوترش له اسلامي امارت او پاکستان غوښتي چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو په اړه اندېښنه ښودلې. ګوترېش له دواړو لورو غوښتي چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو ډډه وکړي او خپل اختلافات د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي. ده ټینګار کړی چې دواړه لوري باید خپلو نړیوالو ژمنو په ځانګړې توګه د ملکي وګړو خوندیتوب ته ژمن پاتې شي.

دفاع وزارت: غچ‌اخیستونکو بریدونو کې ۵۵ پاکستاني ځواکونه وژل شوي

د دفاع وزارت یوه اعلامیه کې ویلي چې له ډیورنډ فرضي کرښې اخوا پر پاکستاني لوري د اسلامي امارت غچ‌اخیستونکو بریدونو کې ۵۵ پاکستاني ځواکونه وژل شوي.
په دغو عملیاتو کې ۵۵ پاکستاني ځواکونه وژل شوي او دوه قرارګاوې او ۱۹ پوستې یې ونیول شوې.
خبرپانه کې ویل شوي چې یاد بریدونه پکتیکا، خوست، پکتیا، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو ته څېرمه د ډيورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته په پاکستاني ځواکونو ترسره شول.

د کابل خبرداری؛ اسلام‌اباد امنیتي تدابیر سخت کړي

نږدې پنځه ورځې وروسته له هغه چې د پاکستان پوځ د افغانستان په ځینو برخو هوایي بریدونه وکړل، پر ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ځواکونو د تېرو دوو ورځو پرمهال په څو ځایونو کې په پراخو او محدودو نښتو کې ښکېل شوي دي.

ډونالډ ټرمپ: ایران په داسې توغندیو کار کوي چې امریکا ته رسېدی شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته د کلنۍ وینا پرمهال وویل، ایران داسې توغندي جوړ کړي چې اروپا او سیمه کې د متحده ایالتونو اډو ته ګواښ پېښولی شي. هغه وویل، د ایران حکومت اوس پر هغو توغندیو هم کار کوي چې امریکا ته رسېدی شي. خو زیاته یې کړه چې ایران ته یې ویلي، د وسلو د تولید په ځانګړي ډول د اټومي وسلو پروګرام بیا پیل نه‌کړي.

مولوي نورالله نوري: د سر په بیه به د خاورې ساتنه کوو

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر مولوي نورالله نوري وايي، د اسلامي نظام تر قلمرو لاندې د انچ انچ خاورې ساتنه به د سر په بیه کوي.
هغه تېره ورځ له سرحدي ساتونکو سره لیدنه کې ویلي، د دې خاورې ساتنه د اسلامي قلمرو د حدودو ساتنه ده.
نورالله نوري زیاته کړه چې د سرحدونو په ساتنه کې باید هیڅ ډول غفلت ونه‌شي.

۳۷کاله انتظار؛ د هغه کس کیسه چې ورور یې د کورنیو جګړو پرمهال ورک شوی

عبدالولي حیدري چې د کاپیسا اوسېدونکی دی، کله ناکله له خپل صندوق څخه یو زوړ البوم راباسي؛ هغه البوم چې له کلونو راهیسې په‌کې د ده د ورک شوي ورور یوازینۍ نښې خوندي پاتې دي. هغه وايي، دا انځورونه د ده د تېر ژوند دردونکې خاطرې ور تازه کوي.