د محمد نعیم او اوتونبایوا لیدنه؛ راستنېدونکو وضعیت ته پر رسېدنې ټینګار شوی

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایېوا سره لیدلي.
دغه کتنه کې د راستنېدونکو پر اړتیاو او یوشمېر نورو موضوعاتو بحث او خبرې شوي.

اسلامي امارت: د تُرک دولتونو سازمان غړو سره ښې اړیکې غواړو

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د افغانستان سرپرست حکومت د تُرک دولتونو سازمان غړو هېوادونو سره د ښو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی.
هغه نن (شنبه، د جوزا درېیمه) د دغه سازمان د ګډې خبرپاڼې په غبرګون کې ویلي چې افغانستان تُرک هېوادونو سره بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري.

غزه کې لوږه؛ تازه ۲۹ کسانو ژوند بایللی

د راپورونو پر اساس، د غزې روغتیا وزارت ویلي چې دې وروستیو ورځو کې غزه کې ۲۹ ماشومانو او سپین‌ږیرو د لوږې له امله ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور د لوږې خطر سره مخ دي.
د غزې روغتیايي چارواکو په وینا، د اسراییلي ځواکونو محاصرې له امله هلته لوږه او قحطي په بې‌مخینې ډول پراخه شوې.
غزه کې دغو ۲۹ کسانو داسې مهال د لوږې له امله ژوند له لاسه ورکړی چې د ملګرو ملتونو سازمان د تېرې چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په ۴۸ ساعتونو کې غزه کې ۱۴۰۰۰ ماشومان د مړینې له خطر سره مخ دي.

میدان‌وردګ کې بېرته راستنېدونکو لپاره د هستوګنې کمپ جوړېږي

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د کډوالو چارو وزارت سره په همغږۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د هستوګنې کمپ جوړېږي.

د دغه ولایت والي قاري بختیار معاذ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره د یاد کمپ د جوړېدو او اسانتیاوو برابرولو په موخه لیدلي دي.

چین افغانستان سره د روغتیا، انرژۍ او کرنې برخو کې همکاري کوي

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن (پنجشنبه، د جوزا لومړۍ) ویلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د چین د پرمختیايي همکاریو د ادارې مشر چن ژیاؤډونګ سره لیدلي.
دغه ناسته کې د افغانستان په بیارغونه کې د چین د پرمختیايي پروژو او نورو دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحثونه شوي.

ذبیح‌الله مجاهد: پاکستان دې د پېښو مسوولیت په افغانستان نه‌اچوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان بلوچستان کې د ښونځي په بس موټر برید چې د ګڼو ماشومانو د مرګژوبلې لامل شوه په کلکه غندلې.
هغه ویلي چې په ماشومانو او ملکي وګړو برید په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دی.
هغه لیکلي چې پاکستاني چارواکي دې له کوم دلیل او توجیې پرته د پیښو مسئولیت په افغانستان نها‌چوي.

چین د افغانستان په سیاسي او اقتصادي ملاتړ ټینګار کړی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي بېجنګ کې د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي‌ سره لیدنه کې په دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر هم ټینګار کړی چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته به دوام ورکوي او هڅه کوي چې د کرنیزو محصولاتو او نورو افغاني وارداتو په برخه کې شته خنډونه له‌منځه یوسي.

غزه کې لوږې ۳۲۶ کسان مړه کړي او ۱۴زره ماشومان د مرګ خطر سره مخ دي

د غزې روغتیايي چارواکي وايي، د اسراییلي ځواکونو محاصرې له امله لوږه او قحطي پراخه شوې چې له امله یې د مارچ له دوهمې راهیسې لږ تر لږه ۳۲۶ فلسطینیانو ژوند بایللی دی.
ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی چې په ۴۸ ساعتونو کې غزه کې ۱۴۰۰۰ ماشومان د مړینې له خطر سره مخامخ دي.

پر غزې د اسراییل بریدونو دوام؛ نن ۷۳ کسان وژل شوي

اسراییلي ځواکونو غزه کې بریدونو ته دوام ورکړی او تېرې شپې راهیسې د غزې مختلفو سیمو کې لږ تر لږه ۷۳ فلسطینان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
پر غزې د اسراییلي ځواکونو د نویو پوځي عملیاتو له امله چې تېرو څو ورځو کې یې سلګونه فلسطینیان وژلي، په نړیواله سطحه نیوکې ډېرې کړي.

محمد نعیم له نړیوالو غوښتي چې افغانستان ته د باور وړ شریک په سترګه وګوري

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د ازبیکستان ترمذ ښار کې د “سولې، دوستۍ او سوکالۍ” غونډه کې ګډون کړی.
هغه له نړیوالې ټولنې، د سیمې له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې افغانستان ته د باور وړ شریک په سترګه وګوري او د پانګونې، ظرفیت لوړولو او د افغانانو د اقتصادي هوساینې په برخه کې همکاري وکړي.