خوندي چاپېریال؛ اسلامي شریعت د دندې لرل د مېرمنو مشروع حق بولي

که څه هم د فقهې او شریعت چارو پوهان او دیني عالمان وايي چې د حنفي فقهې له مخې، عاقله او بالغه مېرمن کولای شي چې د اسلام شرعي احکامو په مراعتولو سره له کور بهر کار وکړي، خو یوشمېر مېرمنې سلام‌وطندار ته وايي چې د کورنۍ له لوري دوی ته د کارکولو حق نه‌ورکول کېږي.

د پوهاوي نه‌لرلو او فقر روغتیايي خدماتو ته د ښځو لاسرسی خنډ سره مخ کړی

سره له دې چې د اومېندوارۍ پرمهال روغتیايي پاملرنه د مور په روغتیا او د جنین په ودې مخامخ اغېز لري، خو له هغو ۱۵ ښځو سره چې دې وروستیو کې یې زېږون کړی، د سلام‌وطندار د موندنو پایلې ښيي چې د اومېندوارۍ په موده کې روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله سختو بدني کمزوريو او خوارځواکۍ سره مخ شوي.

د یوناما او د پاکستان استازو لیدنه؛ د ترهګرۍ ضد همغږۍ پر ارزښت ټینګار شوی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما له مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي انډریکا راټواټه سره یې لیدلي. هغه نن پنجشنبه پر اېکسپاڼه لیکلي چې دې کتنه کې د افغانستان په بشري او امنیتي وضعیت، د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ او نورو سیمه‌ییزو موضوعاتو خبرې شوي.

بنګله‌دېش کې نن ټاکنې کیږي

د ۲۰۲۴ میلادي کال له پاڅون وروسته بنګله‌دېش کې د لومړنیو سراسري ټاکنو د رایه‌اچونې بهیر پیل شو.
الجزیرې شبکې نن پنجشنبه ۲۳ / فبروري ۱۲ راپور ورکړی چې د رای اچولو مرکزونه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې پرانیستل شول او د رای ورکولو په شرایطو برابر نږدې ۱۲۷ میلیون بنګله‌دېشیان د رایې اچونې مرکزونو ته روان دي.
دغو ټاکنو کې د بېلا بېلو ګوندونو يو زر او ۹۸۱ نوماندان د پارلمان د ۳۰۰ څوکيو لپاره سيالي کوي.

تېرکال څه باندې ۲۱۸زره معلولان د بیارغونې له خدمتونو برخمن شوي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان څانګې (ICRC Afghanistan) اعلان کړی چې په تېر میلادي کال کې یې له ۲۱۸زرو څخه ډېرو معلولیت‌لرونکو کسانو ته د فزیکي بیارغونې خدمتونه وړاندې کړي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د تحرک بېرته ورګرځول، د کرامت بېرته ورګرځول دي.»

له زده‌کړو محرومیت نجونې له وخت وړاندې ودونو ته اړ کړي

بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر نجونې سلام‌وطندار ته وايي، له زده‌کړو محرومېدو وروسته، کورنیو یې واده کولو ته اړې کړي.
۲۲ کلنه زینب چې د نجونو پر زده‌کړو د محدودیت لګولو پرمهال د بلخ پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د درېیم سمستر محصله وه کورنۍ یې داسې هلک سره واده کولو ته اړ کړې چې هغې ورسره رضایت نه‌درلود.

د برښنا شرکت او عزیزي ګروپ ترمنځ د ۸۴۵ میګاواټه برښنا تړون لاسلیک شو

د افغانستان برښنا شرکت او عزیزي ګروپ ترمنځ هېواد کې د ۸۴۵ میګاواټه برښنا د تولید پنځو پروژو د عملي چارو د پیل تړون لاسلیک شو.

د برښنا شرکت مشر ملا عبدالحق همکار نن چهارشنبه په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته وویل، دغه تړون د برښنا شرکت په تاریخ کې تر ټولو لوی او مهم تړون دی.

راتلونکې یکشنبه هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د راتلونکې یکشنبې ورځ، سلواغې ۲۴مه، به د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ د ماتې او له افغانستان څخه د وتلو د ۳۷مې کلیزې په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي وي.

یوناما یو ځل بیا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما له اسلامي امارت یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیت لرې کړي.

یوناما نن د فبروري ۱۱ علم کې د ښځو او نجونو رول نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، څه باندې ۱۶۰۰ ورځې کیږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو منع شوي.

ګوترش: د نجونو د علمي هیلو پوره‌کېدو زمینه دې برابره شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د علومو په برخه کې د جنسیتي برابرۍ پر کلیدي رول ټینګار کړی او ویلي، ساینس کې برابري د بشریت د پرمختګ لپاره اړینه ده او باید د ښځو او نجونو د علمي هیلو د پوره کېدو زمینه برابره شي. هغه ویلي، نړۍ کې یوازې درېیمه برخه څېړونکي ښځې دي.

د سختیو پروړاندې مبارزه؛ هغه مېرمن چې د مالدارۍ پرمټ د کورنۍ اړتیاوې برابروي

سړې هوا یې، پر مخ سرې کرښې اچولي دي. ببر وېښتان یې چې سپینوالی یې، د ژوند کیسې کوي، پر ډنګر بدن سیوری غوړولی دی. په لړزیدلي لاسونو وزو او چرګانو ته ډوډۍ او واښه اچوي.

۶۵کلنه بي‌بي‌ګل د کندوز د قلعه‌ذال د بیش‌کېپه کلي اوسېدونکې ده. هر سهار د لمر په راختلو سره د خپلې حویلۍ یوې څنډې ته د څارویو لپاره جوړې شوې طویلې ته ورځي.