
د نري رنځ نړیواله ورځ؛ افغانستان کې یې د ۵۰زره ناروغانو درملنه شوې
د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام د افغانستان څانګې د توبرکلوز «نري رنځ» د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې له ۵۰زرو څخه زیات د دې ناروغۍ، د ناروغانو درملنه یې کړې ده.
یادې ادارې نن سهشنبه، د وري څلورمه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه ناروغان د تېر میلادي کال پرمهال تشخیص او درملنه یې شوې.














