
د هواپېژندنې نړیواله ورځ؛ ۲۰۲۵کال د تاریخ دویم ګرم کال ثبت شوی
د هوا پېژندنۍ نړیوال سازمان(WMO) وايي چې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۵ کلونو پورې د نړۍ په ثبت شوي تاریخ کې تر ټولو ګرمه یوولس کلنه دوره بلل شوې او ۲۰۲۵کال د دویم یا درېیم تر ټولو ګرم کال په توګه ثبت شوی دی.














