مصنوعي ځیرکتیا؛ ښوونیزه او د مهارتونو لوړولو برخه کې نوی بدلون

 مصنوعي ځیرکتیا په بېلابېلو ښوونیزو برخو کې سرچینو ته د ځوانانو لاسرسی اسانه کړی دی. سلام‌وطندار په دې راپور کې له ۲۱ ځوانانو سره چې لس هلکان او یوولس نجونې دي، د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د بهرنیو ژبو زده‌کړې او خپلو مهارتونو پیاوړتیا لپاره مرکې کړې دي.

د ګردېز- خرلاڅي لار؛ سوداګر: سړک دې جوړ او ویزې دې اسانه شي

د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې د «خرلاڅیو» لار پاکستان سره د سوداګرۍ لپاره تر ټولو نږدې او ارزانه لاره شمېرل کېږي، خو هلته یوشمېر سوداګر شکایت کوي چې د توکو صادرولو پرمهال ستونزو سره مخ دي.

دوی سلام‌وطندار ته وويل، ياده لاره کې ځينې ستونزې شته چې اړتیا ده مسوولان یې د حل لپاره اقدام وکړي.

د لوګر اوسېدونکي: معیاري روغتیايي خدمتونه دې راته برابر شي

د لوګر یوشمیر اوسېدونکي شکایت کوي چې معیاري او بشپړو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري.

د خروار ولسوالي اوسېدونکي حاجي بسم‌الله سلام‌وطندار ته وویل، دغه ولسوالي کې معیاري روغتون شتون نه‌لري او نشي کولای په ټاکلي وخت، خپل ناروغان د درملنې لپاره مرکز پل‌علم ته ولیږدوي.

تاجکستان کې د افغانستان په اړه ناسته؛ فطرت: هېواد کې امن دی

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو شپږمه غونډه شوې.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي، په دې غونډه کې په افغانستان کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي پرمختګونو په اړه بحث شوی دی.

د هلمند سنګین کې په ۲۶ میلیونه افغانۍ ۳۰ بستریز روغتون جوړ شوی

د هلمند په سنګین ولسوالي کې د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت، ۳۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

یاد روغتون د عامې روغتیا وزارت، د هلمند ولایت مقام او د عامې روغتیا ریاست په ګډو هڅو د «یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار» موسسې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.

میدان‌وردګ کې په ۲۰۰ میلیونه ډالرو د اوسپنې ویلې‌کولو کارخونه جوړېږي

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د هندي بانګوالو له لوري د اوسپنې ویلې‌کولو کارونه جوړېږي.

د یاد ولایت له مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ په دې اړه هندي پانګوالو د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ سره په خپل دفتر کې لیدلي دي.

د لوګر څلور ولسوالیو ته وارېداتي برښنا غځول کېږي

د لوګر  برښنا ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت محمداغې، بره‌کي برک، خوښۍ او څرخ ولسوالیو ته د اوزبیکستان وارېداتي برښنا غځول کېږي.

د دغه ولایت د برښنا ریاست رییس مولوي فهیم منصور پل‌علم کې خبریالانو ته وویل، د برښنا عمومي ریاست له لوري د مرکز پل‌علم لروپرتو سیمو او ولسوالیو ته د وارېداتي برښنا غځول کېږي.

د افغانستان بانک سبا «۲۵» میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان د بانک مسوولان وايي چې سبا «چهارشنبه، سلواغې ۱۷مه» به «۲۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (سه‌شنبه، سلواغې۱۶مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا چهارشنبه «۲۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د هېواد د لرو سیمو مېرمنې د روغتیايي خدمتونو له کمښت شکایت کوي

د ملګروملتونو د وګړو صندوق دوشنبه، جنورۍ درېیمه پر اېکس‌پاڼه یوه ویډیويي کلپ ویلي چې افغان ښځې په خپلو سیمو کې خوندي او اغېزمنو روغتیايي خدمتونو ته د نه‌لاسرسي له امله د مړینې له خطر او په بېلابېلو ناروغیو د اخته‌کېدو له ګواښ سره مخ دي.

کندهار کې د مطالعې دود لپاره «درې ورځنی نندارتون» پرانېستل شوی

کندهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او یوه خصوصي مخابراتي شرکت له لوري د «کتاب د علم ځولۍ» په نوم د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانېستلی دی. یاد نندارتون ته راغلي  کتاب پلورونکي اندېښنه لري چې ټولنیزو رسنیو کې د ځوانانو ډېره بوختیا به د کتاب پلور کمزوری کړی دی.