کونړ کې اورلګېدنې ۳۰ هکټاره ځنګل سوځولی

د کونړ په څوکۍ ولسوالي اړوند په یوه ځنګله کې اورلګېدنې نږدې دیرش  هکټاره ځنګل سوځولی دی.

د کونړ محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت څوکۍ ولسوالي اړوند د یوه ګل درې د نښترو یوه ځنګله کې اورلګېدلی چې نږدې دیرش هکټاره ځنګل یې سوځولی دی.

سوېل ختیځ زون کې سبا د پوليو ضدواکسين کمپاين پیلېږي

د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي چې د سوېل ختيځ زون په څلورو ولايتونو پکتيا، پکتيکا، غزني او خوست کې به ۱،۳ ميليونه تر پنځه کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسين ورکړل شي.

د ياد کمپاين د پرانېستې په مراسمو کې د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر معراج ګل عادل وويل چې  پکتيا کې به ۲۵۸ زره ماشومان واکسين شي.

کندهار کې د کانګو ناروغي د مخنیوي کمپاین تطبیق شوی

د کندهار په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ او د کرنې ریاست تر چتر لاندې د کانګو ناروغي د خپرېدو مخنیوي لپاره وقایوي کمپاین پلی شوی دی. دغه کمپاین د ویروسي ناروغیو مخنیوی، د واښو سپوږدو له‌منځه وړل او څارویو ته د پاک، صحي او خوندي چاپېریال برابرول وو.

د هلمند ګرمسېر کې ۱۰۴ کورنیو ته پاکې اوبه برابرې شوې

د هلمند محلي چارواکي وايي چې د دغه ولاین په ګرمسېر ولسوالي کې ۱۰۴ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

دا پروژه چې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د یونېسف په مالي ملاتړ پلې شوې، د یادې ولسوالي د دورزو کلي ۱۰۴ کورنیو ته یې د پاکو اوبو د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

سپین‌بولدک کې د اورلګېدنې زيانمنو سوداګرو ته ۲۰۰میلیون افغانۍ ورکول کیږي

طبیعي پېښو ته د رسېدو ادارې سرپرست نورالدین ترابي وویل، تېر کال د کندهار د سپين‌بولدک ولسوالي یوه ستره سوداګریز مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله سوداګرو ته شاوخوا ۵۵۰ میلیون افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
ده وویل، له دغې اورلګېدنې اغېزمنو ۲۴۹ سوداګرو ته د اوښتي تاوان ۳۰ سلنه چې ۲۰۰ میلیون افغانۍ کېږي، د خسارې په توګه ورکوي.

خوست کې د اوبو مهار لپاره شپږ پروژې ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شوې

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د څه باندې ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو مهار لپاره شپږ پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

يادې پروژې په ګربزو، اسماعيل خيل مندوزي، عليشرو او سپيرې ولسواليو کې د اوبو او برښنا وزارت له لوري بشپړې او ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شوې.

عبدالباري عمر: سږکال به ۸۰ ولسوالیو ته د برښنا شبکې وغځول شي

د برښنا شرکت اجرایي مشر عبدالباري عمر وايي چې هېواد کې د برښنا پراختیا په لړ کې به سږکال ۸۰ ولسوالیو ته د برښنا شبکې وغځول شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشنبه، غبرګولي لومړۍ نېټه، لغمان کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید دستګاه پروژې په پرانېست‌غونډه کې کړې دي.

میدان‌وردګ کې بېرته راستنېدونکو لپاره د هستوګنې کمپ جوړېږي

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د کډوالو چارو وزارت سره په همغږۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د هستوګنې کمپ جوړېږي.

د دغه ولایت والي قاري بختیار معاذ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره د یاد کمپ د جوړېدو او اسانتیاوو برابرولو په موخه لیدلي دي.

د چای نړیواله ورځ؛ کوم هېوادونه ډېر چای مصرفوي؟

چای په نړۍ کې له اوبو وروسته تر ټولو خورا مشهور او ډېر څښوونکی څښاک دی. چای اوس له قهوې او بیر څخه مخکې دی، کوم چې په نړیواله کچه دویم او درېیم ځای کې دي.

د می ۲۱مه د ملګروملتونو له لوري د چای نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې چې په نړیواله کچه نه یوازې له اقتصادي پلوه، بلکې له کلتوري پلوه هم د دې څښاک اهمیت او ارزښت په ګوته کوي.

نړیوال بانک: افغانستان کې پوروړي نه‌یو

نړیوال بانک نن (سه‌شنبه، ثور ۳۰) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان کې هېڅ پوروړي نه‌دي او په دې اړه راپورونه ناسم دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې وروستۍ ورکړې هغو باقي پاتې شویو پورونو پورې تړاو لري چې د افغانستان مخکینی حکومت له یوشمېر قراردادي شرکتونو پوروړی وو.
نړیوال بانک زیاته کړې چې دغه قراردادونه د افغانستان مخکیني حکومت او قراردادي شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوي وو او د دغو پورونو د ورکړې مسوولیت د هماغه حکومت په غاړه دی، نه د نړیوال بانک.