
خوست کې د مرستو وېش په پلمه له خلکو د پیسو اخیستوونکي نیول شوي
د خوست امنيه قومنداني مسولان وايي چې هغه اووه کسيزه ډله يې نيولې چې يوې جعلي موسسې په نوم د مرستو د وېش په موخه

د خوست امنيه قومنداني مسولان وايي چې هغه اووه کسيزه ډله يې نيولې چې يوې جعلي موسسې په نوم د مرستو د وېش په موخه

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء احمدتکل سلاموطندار ته وویل چې په دغه لیدنه کې متقي، مقابل لوري ته یادونه وکړه چې اسلامي امارت د دوحې پروسې په کاري ګروپونو کې د قناعت وړ پرمختګ کړی، خو په مقابل کې بیا نور اړخونه په دې نه دي بریالي شوي چې د بدیل معیشت او د بانکي ستونزو په اړه د پام وړ لاسته راوړنې ولري، نو لازمه ده چې نور مسوول لوري هم اغېزمن ګامونه واخلي څو پرمختګونه محسوس شي.

په بلخ کې چارواکي وايي چې د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د یوه پانګهوال له لوري د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د چورګړو د تولید یوه کارخونه جوړه کړې ده.
یاده کارخونه د چرګانو د غوښې د بازار د اړتیاوو پوره کولو، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د هېواد د اقتصادي ودې په موخه او هممهاله له پاکستان سره د لارو له تړلکېدو وروسته جوړه شوې ده.

په داسې حال کې چې ډاکټران او نړیوالې روغتیايي ادارې بیا بیا ټینګار کوي چې د ژمي په موسم کې د موسمي ناروغیو د مخنیوي لپاره د کورونو تاوده ساتل او سالمه او پیاوړې تغذیه بنسټیز رول لري، خو یوشمېر ښاریان وايي چې بېوزلۍ یې ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د پاکستان سوداګرۍ وزارت په یوه تازه پرېکړه کې ویلي چې ټول هغه ټرانزیټ او سوداګریز توکي چې افغان سوداګرو له نورو هېوادونو راوړي او د پاکستان په کراچۍ او ګوادر بندرونو یا نورو سیمو کې بند پاتې دي، بېرته یې هماغه لومړنیو هېوادونو ته د صادرولو اجازه ورکړې.

سلاموطندار له ۲۵ ښځو سره د مرکو پرمهال موندلې چې د یادو مېرمنو له ډلې یې، ۱۸ د خپلو کورنیو له لوري د ډیجیټالي محدودیت سره مخ شوي دي.
د یادو مېرمنو له ډلې یې، اته د خاوندانو له لوري، اته د پلار او ورور لهخوا، یوه د مور او یوه هم د خپل کوژدن له لوري د خواله رسنۍ پر کارونې محدودې شوې دي.

د یادې اوبورسولو شبکې د جوړولو چارې د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست له لوري، د افغان کډوالو لپاره د ډنمارک کمېټې (DACAAR) په مالي مرسته، د غزني د ګیرو ولسوالي د «غوندناني» په کلي کې پلې کېږي.

د بلخ مسوولان وايي چې د مزارشریف ښار د شادیان صنعتي پارک سړک د ۳۹ میلیونه افغانیو په لګښت سفالت او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
دا سړک د مزارشریف ښاروالي د پراختیايي بودیجې له لارې جوړ شوی او نن دوشنبه، د مرغومې ۲۲مه، په رسمي توګه پرانېستل شوی دی.

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې د برښنایي اداینو د پراختیا عمومي ستراتیژي منظوره شوې او دا ګام به د مالي نظام عصري کول، شفافیت او حساب ورکولو ته لاره هواره کړي.
د یاد بانک د مسوولانو په وینا، د یاد پلان په پليکېدو سره به په لروپرتو سیمو کې خلکو ته د چټکو او عصري مالي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.

هېواد ته له ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو افغانانو تر راستنېدو وروسته، د ژمي راتګ او د نړیوالو مرستندویو ادارو د مرستو کمښت، ګڼشمېر راستنېدونکي د کار موندلو، د سرپناه د برابرولو او د ژوند د لګښتونو د پوره کولو له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

په ننګرهار کې د پوهنې ریاست تر چتر لاندې د دغه ولایت په یوشمېر ولسوالیو او جلالاباد ښار کې مجهز سیمهییز ټولګي جوړ شوي چې زرګونه زدهکوونکو ته یې د عملي عصري زدهکړو زمینه برابره کړې ده.

د خوست ولايت مقام څخه په ليږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د قلندر ولسوالي ته د وارداتي برښنا لېږد پروژه بشپړه او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټېاخيستنې ته سپارل شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې د خوست والي مولوي عبدالله مختار ويلي چې اسلامي امارت د خلکو خدمت ته ژمن دی او د شته امکاناتو څخه د خلکو اسانتيا لپاره اغيزمنه ګټه اخلي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې دې وروستیو درېوو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په څرګند ډول راکمه شوې ده.
د یاد وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وایي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه د تېرکال په پرتله ۴۰ سلنه راکمه شوې ده.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې دا مهال هېواد کې د کبانو ۲۸۵۰ فارمونه فعال دي چې کلنی تولید یې نږدې ۱۳۰۰۰ میټریک ټُنه ته رسېږي.
د دغه وزارت د شمېرو له مخې، افغانستان هرکال ۳۶۰ زره میټریک ټنه کبانو ته اړتیا لري چې کورني تولید یې یوازې یوه محدوده برخه برابروي.

هندي رسنیو د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو د نوي فصل له پیل څخه خبر ورکوي. «د هندو» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی چارواکی نوراحمدنور هند کې د افغانستان د سفارت د سرپرستۍ مسوولیت د پرمخ وړو په موخه نوي ډیلي ته رسېدلی دی.

د هرات د تسبیح جوړولو د یوې تولیدي کارخونې مسوولان وایي چې هره میاشت تر زرو پورې دودیزې او لاسجوړې تسبیح، روسیې او عربي هېوادونو ته صادروي.
د یادې کوچنۍ کارخونې مسوول واحد عرب وايي، د هرات تسبیح د لوړ کیفیت، ځانګړي مینیاتوري کارۍ، دودیز ډیزاین او د غوره خامو موادو د کارونې له امله په بهرنیو بازارونو کې ښه غوښتنه لري.