هند کې د الوتکې لوېدو پرمهال اووه کسان وژل شوي

د هند په ختیځ ایالتJharkhand  «چهارکنډ» کې د یوې الوتکې د غورځېدو له امله سپاره ټول اووه کسان وژل شوي دي. د چارواکو په وینا، دا پېښه پرون دوشنبه، د سخت توپاني او باران (تندر او برښنا) پرمهال رامنځته شوې ده.

اسراییليانو فلسطین کې جومات سوځولی

د فلسطین چارواکي وايي چې د اسراییلو مېشت‌ځایونو یوشمېر اوسېدونکو د لوېدیځې غاړې په شمال کې د نابلُس ښار ته نږدې یو جومات ته اور اچولی او سپک کوونکي شعارونه یې پرې لیکلي دي.

دا پېښه د مسلمانانو د سپېڅلې میاشتې، رمضان، پرمهال رامنځته شوې او د فلسطینیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام تازه بېلګه بلل کېږي.

برتانیې اوکراین سره تازه مرسته اعلان کړه

په داسې حال کې چې نن سه‌شنبه پر اوکراین د روسیې د برید څلور کاله پوره کیږي، برتانیې کي‌یف سره د ۵۵.۷ میلیون پونډ په ارزښت تازه مرسته اعلان کړه.

رویټرز اژانس نن سه‌شنبه حوت ۵ / فبروري ۲۴ راپور ورکړی چې اوکراین سره د برتانیې حکومت دغه مرستې به نظامي، بشري او د بیارغونې په برخو کې ولګول شي.

له ۲۰۲۲ کال راهیسې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه کې چې څلور کاله یې پوره شول، له دواړو خواوو سلګونه زره کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

د ۲۰۲۶کال د ژمني المپیک سیالي پای ته ورسېدې

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، د فبرورۍ په ۲۲مه، د لوړپوړو چارواکو، د نړیوال المپیک کمېټې د استازو او زرګونو ورزشکارانو په حضور کې دغه مراسم نیول شوي وو. په دغو مراسمو کې د سیالیو غوره شېبې، د کوربه هېواد کلتوري نندارې او د بیرغونو دودیز لېږد هم شامل و.

شل اووره نړیوال جام؛ زمبابوې او وېسټ‌انډیز لوبه کوي

د هند او سریلانکا په کوربه‌توب د روان شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې نن ماښام، دوشنبه، فبروۍ څلورمه، زمبابوې له پیاوړې وېست‌انډیز سر سیالي وکړي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ۶ بجې د هند په وانګېډه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

ټرمپ په نړیواله کچه د ۱۰سلنه تعرفې لګولو ژمنه کړې

په داسې حال کې چې د متحده ایالتونو سترې محکمې د یوه حکم په صادرولو سره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا پر هېوادونو لګول شوې تعرفې غیرقانوني بللي، خو ټرمپ یو ځل بیا په ټولو هېوادونو د ۱۰ سلنه تعرفې لګولو ژمنه کړې.

هغه د سترې محکمې پر ضد سخت غبرګون ښودلی او ټینګار کړی، چې تعرفې به له بدیلو لارو عملي کړي.

غزه کې د جګړې د قربانیانو شمېر له ۷۵زرو واوښت

د «The Lancet Global Health» په مجله کې خپره شوې نوې څېړنه ښيي چې د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له ۷مې څخه د ۲۰۲۵کال د جنورۍ تر ۵مې پورې، په غزه کې شاوخوا ۷۵زره او ۲۰۰ د «تاوتریخوالي له امله مړینې» ثبت شوې دي. دا شمېر د فلسطین د روغتیا وزارت له‌خوا د همدې مودې لپاره خپرو شویو رسمي شمېرو په پرتله نږدې ۳۵سلنه لوړې دي.

د امریکا او ایران خبرې؛ شنونکي: د واشنګټن پوځي خوځښتونه د مذاکراتو ناکامول دي

په داسې حال کې چې یو لوری د ستراتیژیکو کښتیو د ځواک او حضور په اړه خبرې کوي، بل لوری بیا د همدغو کښتیو د له‌منځه وړو پر وړتیا ټینګار کوي. دا متضاد دریځونه د مسقط او جینیوا د ډیپلوماتیکو هڅو تر سیوري لاندې مطرح کېږي، خو وروستیو تحولاتو ښودلې چې وضعیت د ارامېدو پر ځای د لا پېچلتیا پر لور روان دی.

سرګي لاوروف: په ایران د امریکا هر ډول برید به جدي پایلې ولري

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، په ایران د امریکا هر ډول نوی برید جدي پایلې لرلی شي.

هغه تېره ورځ د فبروري په ۱۸ د سعودي العربیه ټلویزیون سره مرکه کې د ایران سوله‌ییز اټومي پروګرام د تعقیب په موخه د حل‌لارې موندلو لپاره د زغم غوښتنه وکړه.

د امریکا، اوکراین او روسیې ترمنځ د خبرو درېیم پړاو ترسره شو

د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکاف وايي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه نن چهارشنبه متحده ایالتونو اوکراین او روسیې سره د درې اړخیزو خبرو درېیم پړاو ترسره کړه.

دغه خبرې د سویس په کوربه‌توب ترسره شوې.

سټیو ویټکاف ویلي، امریکا د اوکراین جګړې دواړه لوري سره راټول کړي او خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی.

عراقچي: امریکا سره دویم پړاو مذاکرات رغنده وو

د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو دویم پړاو پایته ورسېد او دواړو لورو له څو ساعته خبرو وروسته د ناستې ځای پرې‌ایښی.
د راپورونو پر اساس، دغو مذاکراتو ۳ نیم ساعته دوام وکړ او دواړه لوري د عمومي موضوعاتو په اړه یو بل سره تفاهم ته رسېدلي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دې پړاو تر پایته رسېدو وروسته د ایران له دولتي ټلویزیون سره لنډو څرګندونو کې مذاکرات رغنده وبلل.