
اسراییل: یوه ورځ کې مو پر ایران ۱۲۰۰ بمونه غورځولي
د اسراییلو هوايي ځواک ادعا کړې چې امریکا سره په ګډو بریدونو کې یې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال پر ایران له ۱۲۰۰ څخه ډېر بمونه او چاودېدونکي توکي غورځولي دي.

د اسراییلو هوايي ځواک ادعا کړې چې امریکا سره په ګډو بریدونو کې یې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال پر ایران له ۱۲۰۰ څخه ډېر بمونه او چاودېدونکي توکي غورځولي دي.

ايتالله سيدعلي حسيني خامنهيي د ايران د اسلامي جمهوريت دويم ستر مشر و چې له ۱۹۸۹کال راهيسې يې تر ټولو لوړ سياسي او مذهبي صلاحيتونه په لاس کې لرل.
هغه د ۱۹۳۹ کال د اپرېل په ۱۹مه د ايران د خراسان ولايت په مشهد ښار کې زېږېدلی و. پلار يې سيد جواد خامنهيي يو ديني عالم و او کورنۍ يې ديني او مذهبي مخينه لرله.

یوه لوړپوړي ایراني چارواکي الجزیرې خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي چې په منځني ختیځ کې د متحده ایالات او اسراییل ټولې شتمنۍ او ګټې اوس «مشروع هدف» بلل کېږي.
دغه چارواکي اسراییلو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «د راتلونکو پېښو لپاره چمتو اوسئ؛ زموږ ځواب به علني وي او هېڅ سره کرښه نشته.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې د ایران د پوځي وړتیاوو پر وړاندې به سخت اقدامات وکړي. د نوموړي په وینا، د ایران توغندیز سیستمونه او د توغندیو صنعت به په بشپړه توګه لهمنځه یووړل شي او د دغه هېواد سمندري ځواک به هم لهمنځه یووړل کړل شي.

د فرانسې خبري اژانس د فبرورۍ په ۲۵مه، راپور ورکړی چې اسراییل د نړۍ د خبریالانو د نږدې دوه پر درېیمه برخه د وژنې مسوول بلل شوی دی. د راپور له مخې، تر ۶۰سلنې ډېر وژل شوي خبریالان فلسطینیان وو چې د غزې تړانګې اړوند پېښو ته یې پوښښ ورکاوه.

د هند او سریلانکا په کوربهتوب د شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو کې نن چهارشنبه، فبرورۍ ۲۵مه، د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډله له سریلانکا سره سیالي کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶ بجې د سریلانکا د کولمبو په «ار پرېماډاسا کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

د دولتي معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵کال کې د زېږون ټولیزه کچه، هغه اوسط شمېر چې یوه ښځه یې د خپل عمر پرمهال زېږوي، ۰ اعشاریه ۸۰ ته رسېدلی، حال دا چې دا کچه په ۲۰۲۴کال کې ۰ اعشاریه ۷۵ وه. دا شمېرې د احصایې او معلوماتو وزارت له لوري په لومړني ډول خپرې شوې دي.

د یمن سوېل کې ځايي چارواکي وايي چې د بس او یوې لارۍ موټرو ترمنځ د ټکر له امله لږترلږه ۱۶ کسان مړه شوي چې پهکې اته ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران چې دG7 په نوم پېژندل کېږي، یو ځل بیا د اوکراین د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د دې هېواد د موجودیت د حق پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

د برازیل چارواکي وايي چې د دغه هېواد په سوېل ختیځ کې د سختو سېلابونو له امله لږترلږه ۳۰ کسان مړه شوي او نږدې ۴۰ نور لاهم نادرکه دي.

د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیا په زیاتېدو سره، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي نن چهارشنبه اسراییل ته ورسېد.
د راپورونو پر اساس، دواړو هېوادونو دغه سفر د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یو فرصت بللی، په داسې حال کې چې په سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ ترمنځ د احتمالي پوځي شخړې د خطر په اړه اندېښنې زیاتې شوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته د کلنۍ وینا پرمهال وویل، ایران داسې توغندي جوړ کړي چې اروپا او سیمه کې د متحده ایالتونو اډو ته ګواښ پېښولی شي. هغه وویل، د ایران حکومت اوس پر هغو توغندیو هم کار کوي چې امریکا ته رسېدی شي. خو زیاته یې کړه چې ایران ته یې ویلي، د وسلو د تولید په ځانګړي ډول د اټومي وسلو پروګرام بیا پیل نهکړي.

د نړیوال بحران ډلې بنسټ په یوه تازه راپور کې ویلي چې د اوکراین په جګړه کې نږدې ۱.۲ میلیونه تلفات روسیې ته اوښتي دي. د یاد بنسټ په وینا، دا د دویمې نړیوالې جګړې وروسته په هره جګړه کې د یوه ستر ځواک تر ټولو لوړه مرګژوبله بلل کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ (Donald Trump) هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د امریکا د پوځ لوی درستیز د ایران پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
ټرمپ ټینګار کړی چې که هر ډول شخړه رامنځته شي، واشنګټن کولی شي «په اسانۍ» تهران ته ماته ورکړي.

مکسیکو کې د نشهيي توکو د یوه لوی قاچاقکوونکي له وژلو وروسته د دغه هېواد ولسمشره کلاوډیا شینباوم (Claudia Sheinbaum) هڅه کوي چې د هېواد په کچه د خلکو اندېښنې راکمې کړي.
د یاد قاچاقکوونکي له وژلو وروسته په مکسیکو کې د نشهيي توکو اړوند ډلو تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د هند په ختیځ ایالتJharkhand «چهارکنډ» کې د یوې الوتکې د غورځېدو له امله سپاره ټول اووه کسان وژل شوي دي. د چارواکو په وینا، دا پېښه پرون دوشنبه، د سخت توپاني او باران (تندر او برښنا) پرمهال رامنځته شوې ده.