ټرمپ نن پر کاناډا او مکسیکو د تعرفې پلي‌کول پیلوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې نن سه‌شنبه، مارچ څلورمه به پر کاناډا او مکسیکو ۲۵سلنه تعرفې پلي‌کول پیل کړي.

ټرمپ پرون دوشنبه، دې ته په اشارې چې د دوو سوداګریزو متحدانو سره د مذاکرې  فرصتونه شتون نه‌لري، وویل: «هر څه وروستي شول، دا تعرفې به له سبا پلې شي.» ټرمپ د دې پرېکړې لامل د کاناډا او مکسیکو له لارې امریکا ته د نشه‌يي توکو لېږد ښودلی دی.

امریکا اوکراین ته د پوځي مرستو استول ځنډولي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ترمنځ له لفظي شخړې وروسته، ولسمشر ټرامپ اوکراین ته د پوځي مرستو استول ځنډولي.
رویټرز اژانس نن (سې‌شنبه د کب ۱۴) د سپينې ماڼۍ د یوه چارواکي په خبره رپوټ ورکړی چې د دې لپاره چې ډونالډ ټرامپ د اوکراین جګړې پایته رسولو کې له مرسته کولو څخه ډاډ ترلاسه کړي، دغه هېواد ته یې د پوځي تجهیزاتو استول بند کړي دي.

اسراییلو غزې ته د بشري مرستو بار لاریو د ننوتلو مخه نیولې

غزه کې د اوربند لومړي پړاو پای ته رسېدو سره هم‌مهاله اسراییلو دغه ښار ته له بشري مرستو بار موټرو د ننوتلو مخه نیولې ده.

که څه هم حماس د اوربند دویم پړاو ‎پیل غوښتنه لري، خو اسراییلو تېره ورځ د امریکا هغه پلان تایید کړ چې له مخې به یې، د روژې او یهودیانو جشن پرمهال څه باندې یوې میاشتې لپاره اوربند وغځېږي.

انګلستان او سوېلي‌افریقا نن لوبه کوي

د پاکستان په کوربه‌توب د چمپینزټرافي یا اتلانو جام له بي‌ ګروپ څخه نن شنبه، مارچ لومړۍ نېټه سوېلي‌افریقا له انګلستان سره سیالي لري.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماسپښین ۱:۳۰ بجې د پاکستان په کراچۍ لوبغالي کې پیل شي.

د روسی مرکچي پلاوی ترکیې ته ورسېد

د روسیې یو مرکچي پلاوی د ترکیې اسټانبول ښار ته رسېدلی، څو د امریکا او د دغه هېواد د  سفارت‌خونو اړوند ستونزو حل لپاره له امریکايي پلاوي سره خبرې وکړي.

ټرمپ: اوکراین دې له ناټو سره د یوځای‌کېدو خوب نه‌ویني

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې کابینې لومړۍ ناسته کې د وینا پرمهال ویلي چې اوکراین دې له ناټو سره د یوځای کېدو خوب نه‌ویني.

ټرمپ د کابینې په لومړۍ ناسته کې پرته له دې چې د اوکراین او امریکا ترمنځ د کېدونکې هوکړې په اړه جزییات ورکړي، وویل: «اوکراین دې له ناټو سره یوځای‌کېدل هېر کړي.»

حماس: بنیامین نتن‌یاهو ناپاکه لوبه لوبوي

حماس ډله وايي چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتن‌یاهو غزه کې د اوربند له‌منځه وړو لپاره ناپاکه لوبه لوبوي.

حماس زیاتوي چې اسراییل د غزې اوربند دویم پړاو خبرو پیل ته نه‌حاضرېږي. روان اوربند به د مارچ پر لومړۍ نېټه پای ته ورسېږي.

مایکل والټز زېلېنسکي ته: ژبه دې نرمه کړه

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي غوښتنه کړې چې خپله ژبه نرمه کړي او پر امریکا دې نیوکې نه‌کوي.

نوموړي له فاکس نیوز سره په یوې مرکه کې دغه څرګندونې کړې دي.