حماس: اسراییل د رفح‌ښار تونلونو کې کلابندو کسانو ته د وتلو اجازه نه ورکوي

حماس اعلان کړی چې اسراییل لاهم هغو کسانو ته د وتلو اجازه نه‌ورکوي چې د رفح ښار په تونلونو کې کلابند دي.

یادې ډلې په ډاګه کړي چې له مصر سره د غزې تړانګې د اداره کولو لپاره د یوې ګډې کمېټې د جوړولو پر سر هوکړه شوې وه، خو اسرائیل د یادې کمېټې د جوړېدو مخه نیولې ده.

جګړه او هیلې؛ د غزې له الاقصی پوهنتون ۱۵۰ زده‌کړیالان فارغ شول

دا په غزه کې د جنګي وضعیت له پیل وروسته لومړنی فارغ شوی ټولګی دی.

د فارغانو د سندونو وېشلو مراسم په لنډ، خو ډېر احساساتي شکل د پوهنتون په یوه خوندي شوې برخه کې برابر شوي وو. فارغ شویو زده‌کړیالانو وویل چې دا فراغت یوازې د هغوی شخصي بریا نه ده، بلکې د غزې د ټول ملت د مقاومت او ژوند د دوام نښه ده.

لبنان کې د اسراییلو برید؛ درې کسان وژل شوي

د اسراییلو د پوځ ویاند اویخای ادرعي وايي چې د لبنان سوېل په برعشیت سیمه کې د یوې هوايي حملې پرمهال د حزب‌الله یو غړی وژل شوی دی.

د هغه په وینا، وژل شوی کس د حزب‌الله د پوځي تاسیساتو د بیارغونې په هڅو کې لاس درلود. ادرعي همدارنګه ویلي چې د شبعا په سیمه کې په یوه بل برید کې د «سرایا لبناني» دوه غړي هم وژل شوي دي.

اوکراین په روسیه کې د برښنا سب‌سټیشن په نښه کړی

د روسیې د ولاګدا د سیمې چارواکي وايي چې د جمعې پر شپه درې اوکرایني ځواکونو د برښنا پر یوه سب‌سټیشن د ډرون برید کړی دی. د سیمې والي، جورګي فیلیمانوف، د شنبې پر ورځ په خپل ټیلیګرام پیغام کې اعلان وکړ چې برید د سیمې په شمالي برخه کې شوی دی.

سوېلي‌کوریا د شمالي‌کوریا توغندیز ازمایښت غندلی

د سوېلي‌کوریا د دفاع وزارت اعلان کړی چې د شمالي‌کوریا وروستی توغندیز ازمایښت د سیمې ثبات زیانمنوي او باید ژر تر ژره ودرول شي.

دغه توغندی د جمعې پر ورځ د شمال ختیځ ساحل ته د سمندر پر لور توغول شوی و چې سیول یې د سختې غندنې ترڅنګ «د کوریا دواړو برخو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو هڅه» بللې ده.

جاپان کې د یږو بریدونه؛ ۱۲ کسان وژل شوي

دا عملیات د اکیتا ولایت د کازونو له کوچني ښار څخه پیل شوي؛ هغه ځای چې په وروستیو میاشتو کې د یږو لیدلو پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې دي. د سیمې اوسېدونکو ته له څو اوونیو راهیسې سپارښتنه کېږي چې له ځنګلونو لرې پاتې شي او د شپې له کوره ونه‌‌وځي.

نتنیاهو: د منځني ختیځ څېره مو بدله کړه

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې دوی نه یوازې د منځني ختیځ بڼه بدله کړې، بلکې د خپل پوځ جوړښت یې هم بدل کړی دی.

هغه د دوشنبې پر ورځ د اختیاطي پوځ قومندانانو په کنفرانس کې وویل: «نور د مهار تګلاره شتون نه‌لري، موږ اوس مخکې له پېښو او په دوامداره توګه فعال یو.»

ډونالډ ټرمپ: نایجریا کې د مسیحیانو د وژنو مخنیوي لپاره به پوځي اقدام وکړم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي دغه هېواد د نایجریا د مسیحیانو د وژنو مخنیوي لپاره پوځي اقدام وکړي. نوموړي زیاته کړې، که اړتیا وي، امریکا به یا پوځي ځواک واستوي او یا به هوايي بریدونه وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ دا څرګندونې د فلورېډا له سفر وروسته، د واشنګټن پر لور په الوتکه کې وکړې.

ډونالډ ټرمپ: که حماس سم چلند ونه‌کړي، له‌منځه به لاړ شي

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ټینګار کړی چې د حماس او اسراییلو ترمنځ اوربند په غزه کې «پایښت لرونکی او نه‌ماتېدونکی» دی.

ټرمپ نن دوشنبه، نومبر درېیمه له «سي‌بي‌اېس» ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: «که حماس سم چلند ونه‌کړي، موږ کولای شو هغوی سمدستي له‌منځه یوسو؛ هغوی په دې ښه پوهېږي.»

رویټرز: امریکا پر ونزویلا احتمالي برید ته چمتووالی نیسي

د سپوږمکۍ انځورونه او پوځي سرچینې ښيي چې امریکا د پورتوریکو په «روزوېلت رودز» سمندري اډه کې د خپلو پخوانیو تاسیساتو د بیارغونې کار پیل کړی دی.

د «رویټرز» خبري اژانس د تازه څېړنیز راپور له مخې، دا هغه اډه ده چې د سړې جګړې پرمهال د امریکا د سمندري ځواکونو له سترو مرکزونو ګڼل کېده.

مکسیکو کې چاودنه؛ ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي

د مکسیکو په شمال لوېدیځ ایالت «سونورا» کې د یوه پلورنځيدننه د چاودنې له امله لږترلږه ۲۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د الجزیره تلویزیون د راپور له مخې، دا پېښه نن یکشنبه، (د لړم ۱۱مه / د نومبر دویمه) رامنځته شوې او ویل کېږي چې ډېری قربانیان یې ماشومان دي.

روسیه: اوکرایني سرتیري راته تسلیم شوي؛ کېیف: پرمختګ روان دی

د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې یوشمېر اوکرایني سرتېري د دغه هېواد د ختیځ د پوکروفسک ښار په شاوخوا کې دوی ته تسلیم شوي دي.

د روسي رسنیو د راپور له مخې، یو اوکرایني سرتېری چې د دونتسک ولایت د پوکروفسک ښار ترڅنګ نیول شوی، ویلي چې د اوکراین پوځ هڅه کوله په دې سیمه کې نوې دفاعي کرښې جوړې کړي.

د غزې روغتیا وزارت: اسراییلو ۳۰ ویلي شوي جسدونه راسپارلي

د غزې د روغتیا وزارت عمومي رییس، منیرالبرش ویلي، هغه ۳۰ مړي چې د جمعې پر ورځ ترلاسه شوي، د ازادو شویو د ډلې له‌منځه تر ټولو زیات ځورول شوي او یوازې یې هډوکي پاتې دي.

د فلسطین خبري اژانس صفا د البرش له قوله لیکلي چې ډېری جسدونه په داسې حالت کې دي چې یوازې هډوکي ترې پاتې او ځینې بیا د پېژندنې وړ نه‌دي، ځکه په وینا یې، د شکنجې، ډزو او په شګو کې د ښخولو له امله د هغوی څېرې له‌منځه تللې دي.