
سوېلي یمن کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۶ کسان مړه شوي
د یمن سوېل کې ځايي چارواکي وايي چې د بس او یوې لارۍ موټرو ترمنځ د ټکر له امله لږترلږه ۱۶ کسان مړه شوي چې پهکې اته ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د یمن سوېل کې ځايي چارواکي وايي چې د بس او یوې لارۍ موټرو ترمنځ د ټکر له امله لږترلږه ۱۶ کسان مړه شوي چې پهکې اته ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران چې دG7 په نوم پېژندل کېږي، یو ځل بیا د اوکراین د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د دې هېواد د موجودیت د حق پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

د برازیل چارواکي وايي چې د دغه هېواد په سوېل ختیځ کې د سختو سېلابونو له امله لږترلږه ۳۰ کسان مړه شوي او نږدې ۴۰ نور لاهم نادرکه دي.

د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیا په زیاتېدو سره، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي نن چهارشنبه اسراییل ته ورسېد.
د راپورونو پر اساس، دواړو هېوادونو دغه سفر د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یو فرصت بللی، په داسې حال کې چې په سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ ترمنځ د احتمالي پوځي شخړې د خطر په اړه اندېښنې زیاتې شوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته د کلنۍ وینا پرمهال وویل، ایران داسې توغندي جوړ کړي چې اروپا او سیمه کې د متحده ایالتونو اډو ته ګواښ پېښولی شي. هغه وویل، د ایران حکومت اوس پر هغو توغندیو هم کار کوي چې امریکا ته رسېدی شي. خو زیاته یې کړه چې ایران ته یې ویلي، د وسلو د تولید په ځانګړي ډول د اټومي وسلو پروګرام بیا پیل نهکړي.

د نړیوال بحران ډلې بنسټ په یوه تازه راپور کې ویلي چې د اوکراین په جګړه کې نږدې ۱.۲ میلیونه تلفات روسیې ته اوښتي دي. د یاد بنسټ په وینا، دا د دویمې نړیوالې جګړې وروسته په هره جګړه کې د یوه ستر ځواک تر ټولو لوړه مرګژوبله بلل کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ (Donald Trump) هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د امریکا د پوځ لوی درستیز د ایران پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
ټرمپ ټینګار کړی چې که هر ډول شخړه رامنځته شي، واشنګټن کولی شي «په اسانۍ» تهران ته ماته ورکړي.

مکسیکو کې د نشهيي توکو د یوه لوی قاچاقکوونکي له وژلو وروسته د دغه هېواد ولسمشره کلاوډیا شینباوم (Claudia Sheinbaum) هڅه کوي چې د هېواد په کچه د خلکو اندېښنې راکمې کړي.
د یاد قاچاقکوونکي له وژلو وروسته په مکسیکو کې د نشهيي توکو اړوند ډلو تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د هند په ختیځ ایالتJharkhand «چهارکنډ» کې د یوې الوتکې د غورځېدو له امله سپاره ټول اووه کسان وژل شوي دي. د چارواکو په وینا، دا پېښه پرون دوشنبه، د سخت توپاني او باران (تندر او برښنا) پرمهال رامنځته شوې ده.

د فلسطین چارواکي وايي چې د اسراییلو مېشتځایونو یوشمېر اوسېدونکو د لوېدیځې غاړې په شمال کې د نابلُس ښار ته نږدې یو جومات ته اور اچولی او سپک کوونکي شعارونه یې پرې لیکلي دي.
دا پېښه د مسلمانانو د سپېڅلې میاشتې، رمضان، پرمهال رامنځته شوې او د فلسطینیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام تازه بېلګه بلل کېږي.

په داسې حال کې چې نن سهشنبه پر اوکراین د روسیې د برید څلور کاله پوره کیږي، برتانیې کيیف سره د ۵۵.۷ میلیون پونډ په ارزښت تازه مرسته اعلان کړه.
رویټرز اژانس نن سهشنبه حوت ۵ / فبروري ۲۴ راپور ورکړی چې اوکراین سره د برتانیې حکومت دغه مرستې به نظامي، بشري او د بیارغونې په برخو کې ولګول شي.
له ۲۰۲۲ کال راهیسې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه کې چې څلور کاله یې پوره شول، له دواړو خواوو سلګونه زره کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

د پیرو هېواد سویل ته «مي-۱۷» ډوله پوځي چورلکه غورځېدلې او په کې سپاره ټول ۱۵ کسان وژل شوي. د راپورونو پر بنسټ، چورلکه د

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، د فبرورۍ په ۲۲مه، د لوړپوړو چارواکو، د نړیوال المپیک کمېټې د استازو او زرګونو ورزشکارانو په حضور کې دغه مراسم نیول شوي وو. په دغو مراسمو کې د سیالیو غوره شېبې، د کوربه هېواد کلتوري نندارې او د بیرغونو دودیز لېږد هم شامل و.

د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترېش په هند کې د صنعت، سیاست او مدني ټولنې له مشرانو سره د تجدیدېدونکو (پاکو) انرژیو په اړه کتلي دي.

د هند او سریلانکا په کوربهتوب د روان شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې نن ماښام، دوشنبه، فبروۍ څلورمه، زمبابوې له پیاوړې وېستانډیز سر سیالي وکړي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ۶ بجې د هند په وانګېډه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام په تړاو د خبرو درېیم پړاو ټاکل شوی چې د روانې اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ د