
ایران او امریکا راتلونکې پنجشنبه جېنوا کې درېیم پړاو خبرې پیلوي
د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام په تړاو د خبرو درېیم پړاو ټاکل شوی چې د روانې اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ د

د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام په تړاو د خبرو درېیم پړاو ټاکل شوی چې د روانې اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ د

د شمالي کوریا د واکمن کارګر ګوند په نهم ګوندي کانګرېس کې کيم جونګ اون يو ځل بيا د یاد ګوند د عمومي منشي په توګه ټاکل شوی دی. د یاد هېواد دولتي رسنيو دا پرېکړه د هغه د مطلق واک او د کورني ثبات پر وړاندې د زيات باور نښه بللې ده.

د په ختیځ کې د اسراییلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي چې په کې د حزبالله یو لوړپوړی

په داسې حال کې چې د متحده ایالتونو سترې محکمې د یوه حکم په صادرولو سره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا پر هېوادونو لګول شوې تعرفې غیرقانوني بللي، خو ټرمپ یو ځل بیا په ټولو هېوادونو د ۱۰ سلنه تعرفې لګولو ژمنه کړې.
هغه د سترې محکمې پر ضد سخت غبرګون ښودلی او ټینګار کړی، چې تعرفې به له بدیلو لارو عملي کړي.

د «The Lancet Global Health» په مجله کې خپره شوې نوې څېړنه ښيي چې د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له ۷مې څخه د ۲۰۲۵کال د جنورۍ تر ۵مې پورې، په غزه کې شاوخوا ۷۵زره او ۲۰۰ د «تاوتریخوالي له امله مړینې» ثبت شوې دي. دا شمېر د فلسطین د روغتیا وزارت لهخوا د همدې مودې لپاره خپرو شویو رسمي شمېرو په پرتله نږدې ۳۵سلنه لوړې دي.

په داسې حال کې چې یو لوری د ستراتیژیکو کښتیو د ځواک او حضور په اړه خبرې کوي، بل لوری بیا د همدغو کښتیو د لهمنځه وړو پر وړتیا ټینګار کوي. دا متضاد دریځونه د مسقط او جینیوا د ډیپلوماتیکو هڅو تر سیوري لاندې مطرح کېږي، خو وروستیو تحولاتو ښودلې چې وضعیت د ارامېدو پر ځای د لا پېچلتیا پر لور روان دی.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، په ایران د امریکا هر ډول نوی برید جدي پایلې لرلی شي.
هغه تېره ورځ د فبروري په ۱۸ د سعودي العربیه ټلویزیون سره مرکه کې د ایران سولهییز اټومي پروګرام د تعقیب په موخه د حللارې موندلو لپاره د زغم غوښتنه وکړه.

د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکاف وايي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه نن چهارشنبه متحده ایالتونو اوکراین او روسیې سره د درې اړخیزو خبرو درېیم پړاو ترسره کړه.
دغه خبرې د سویس په کوربهتوب ترسره شوې.
سټیو ویټکاف ویلي، امریکا د اوکراین جګړې دواړه لوري سره راټول کړي او خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی.

د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو دویم پړاو پایته ورسېد او دواړو لورو له څو ساعته خبرو وروسته د ناستې ځای پرېایښی.
د راپورونو پر اساس، دغو مذاکراتو ۳ نیم ساعته دوام وکړ او دواړه لوري د عمومي موضوعاتو په اړه یو بل سره تفاهم ته رسېدلي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دې پړاو تر پایته رسېدو وروسته د ایران له دولتي ټلویزیون سره لنډو څرګندونو کې مذاکرات رغنده وبلل.

د رویټرز خبري اژانس د یوې څېړنې پربنسټ موندل شوې چې لاهم ډېری بهرني ګران بیه موټر له چین څخه روسیې ته لېږدول کېږي چې ډېری وخت دغه شبکه د رسمي قوانینو او بندیزونو څخه تېښته کوي.
د رویټرز د څېړنو او د پنځو هغو کسانو د مرکې پربنسټ چې په دې سوداګرۍ کې بوخت دي، زرګونه موټرونه د «خړ بازار» له لارې روسیې ته صادرېږي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، جینوا کې به ایران سره خبرو کې په غیرمستقیم ډول ښکېل وي او باور لري چې تهران غواړي یوه معامله وکړي.
هغه نن سهشنبه د یران اټومي پروګرام په اړه د واشنګټن او تهران ترمنځ له خبرو پیلېدو وړاندې خبریالانو ته وویل: «زه به په غیر مستقیم ډول په دې مذاکراتو کې برخه واخلم. او دا به خورا مهم وي.»

د لبنان یوشمېر رسنیو راپور ورکړی چې د یاد هېواد په ختیځ کې، د سوریې پولې ته نږدې د اسراییلو د هوايي برید پرمهال څلور کسان وژل شوي دي.

د اسراییل لهخوا پر غزې د وروستیو هوايي بریدونو پرمهال لږترلږه ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، دا بریدونه تېره ورځ د غزې په شمال پر جبالیا کډوالو کمپ، په سوېل کې پر خانیونس او د ښار په ختیځ کې د تلالهوا پر سیمو شوي دي.

د شل اووره کرېکټ نړیوال جام په روانو سیالیو کې نن ماښام د هند کرېکټ ملي لوبډله د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې سره سیالي کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه، فبرورۍ ۱۵مه، د سریلانکا کولمبو ښار کې پیل شي. هند او پاکستان دواړه په اې ګروپ کې ځای لري.

د مونیخ غونډه چې تېره ورځ پیل شوې، ټاکل شوې سبا هم دوام وکړي. د اروپا ټولنې او امریکا د اړیکو راتلونکی، د نړیوال نظم
د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ له لوري د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په برخه کې د یوه نوي خپلواک نړیوال علمي پلاوي د غړو ټاکنه شوې ده.
د د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په وینا، دغه پلاوی به د خپلواک او علمي لیدلوري په وړاندې کولو سره دا زمینه برابره کړي چې د نړۍ ټول هېوادونه د مصنوعي ځیرکتیا په بحثونو کې په عادلانه او برابر ډول ګډون ولري.