ډونالډ ټرمپ: د ایران تر بشپړ ماتېدو به جګړه روانه وي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ایران پر وړاندې روانه جګړه به «لنډمهاله ماموریت» وي او پوځي عملیات به تر هغه دوام وکړي څو «دښمن په بشپړ او پرېکنده ډول مات شي».

هغه دا هم وویل چې د تهران تسلیمېدل یوازې د وخت مسئله ده.

استرالیا اماراتو ته توغندي او د څار الوتکه استوي

د استرالیا لومړی وزیر انتوني البانیزي وايي چې هېواد به یې د خلیج سیمې د امنیت د ملاتړ لپاره پوځي مرستې واستوي.

د هغه په وینا، استرالیا به د اوږد واټن د څارنې یوه الوتکه او هوا په هوا توغندي واستوي، څو د ایران د احتمالي بریدونو پر وړاندې د سیمې له هېوادونو سره مرسته وکړي.

حزب‌الله پر اسراییلي سرتېرو راکېټي بریدونه کړي

د لبنان حزب‌الله ډله وايي چې د اسراییلو پر سرتېرو او پوځي ځایونو یې تازه بریدونه کړي دي. د دې ډلې په وینا، د سهار په لومړیو ساعتونو کې یې د لبنان د سرحدي ښار عیتارون ته څېرمه د اسراییلو په شمال کې د المالکیه پوځي ځای د راکټونو په وسیله په نښه کړی دی.

پر ایران بریدونه؛ د نهو ورځو پرمهال ۱۲۵۵ کسان وژل شوي

د ایران د روغتیا وزارت مرستیال علي جعفریان ویلي چې د تېرو نهو ورځو پرمهال په ایران کې د جګړو او بریدونو له امله له زرو ډېر کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

جعفریان له الجزیرې خبري شبکې سره په خبرو کې وویل چې په دې موده کې تر ۱۲زرو ډېر کسان ټپیان شوي او لږترلږه ۱,۲۵۵ کسان وژل شوي دي.

ترکیې شمالي قبرس کې جېټ‌الوتکې او دفاعي سیستمونه ځای پرځای کړي

د ترکیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د سیمې د وروستیو پرمختګونو له امله یې د شمالي قبرس ترکي جمهوریت ته شپږ اېف–۱۶ جنګي الوتکې او هوايي دفاعي سیستمونه ځای پر ځای کړي دي.

وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دغه اقدام د سیمې د امنیتي وضعیت د بدلونونو له امله شوی دی.

د امریکا د جګړې وزیر: پر ایران به بریدونه زیات شي

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسیت «Pete Hegseth »ویلي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو د روانو پوځي عملیاتو په دوام کې به د تهران پر ضد بریدونه نور هم زیات شي.

هېګسیت له اېن‌بي‌سي نیوز سره په مرکه کې ویلي: «زموږ بریدونه به پر تهران لاډېر شي او دا عملیات د ټاکل شوي پلان له مخې مخته روان دي.»

متحده‌عربي امارات: د ایران د توغندیو پروړاندې دفاعي سېسټمونه فعال شوي

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت ویلي چې د هېواد هوايي دفاعي سیستمونه دامهال د ایران له لوري د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د احتمالي ګواښونو پر وړاندې په عملیاتو بوخت دي.

د وزارت په یوه بیان کې ویل شوي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې چې کوم د چاودنو غږونه اورېدل شوي، هغه د هوايي دفاعي سیستمونو د فعالیت پایله ده.

لبنان کې حز‌ب‌الله پر اسراییلي سرتېرو برید کړی

د لبنان حزب‌الله ډلې ادعا کړې چې د اسراییلو د پوځ یوشمېر سرتېري او پوځي وسایط د لبنان سوېل د اودیسه کلي په شاوخوا کې د توغندیو په برید کې په نښه کړي دي.

د حزب‌الله په یوه بیان کې ویل شوي چې دغه برید نن سهار شوی او په‌کې د اسراییلي پوځ پر یوې ډلې سرتېرو او څو پوځي موټرو راکېټونه توغول شوي دي.

د ښځو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه: یوازې ۶۴ سلنه ښځې د نارینه‌وو حقونه لري

د ملګرو ملتونو سرمنشي د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، یوازې ۶۴ سلنه ښځې هغو قانوني حقونو ته چې نارینه‌ ترې برخمن دي، لاسرسی لري.

انتونیو ګوترش نن یکشنبه د حوت ۱۷ / مارچ ۸ پر اېکسپاڼه لیکلي، کله چې ښځې او نارینه په مساوي توګه خپلو حقونو ته لاسرسی ونه لري، برابري نه‌رامنځ ته کیږي.

ایران د امریکا او اسراییلو دوه ډرون ویشتلي

د ایران پوځ اعلان کړی چې د دې هېواد د هوايي دفاعي ځواکونو له لوري د امریکا او اسراییلو دوه پرمختللې بې‌پیلوټه الوتکې ویشتل شوې دي.

د پوځ په وینا، د امریکا یوه پرمختللېMQ-9  بې‌پیلوټه الوتکه د ایران د لرستان ولایت په اسمان کې د هوايي دفاعي سیستم له لوري په نښه شوې او نسکوره شوې ده. چارواکو ویلي چې دغه الوتکه د ایران د هوايي حریم له څار وروسته هدف ګرځول شوې ده.

انټونیو ګوټرېش: د اټومي وسلو د کارولو ګواښ ډېر شوی

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیوګوترېش «António Guterres » ویلي چې د نړۍ د سولې خوب له جدي ګواښونو سره مخ شوی او د اټومي وسلو د کارولو خطر په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

ګوټرېش په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د نړۍ د کړکېچونو زیاتېدو د پوځي لګښتونو بې‌ساری لوړوالی رامنځته کړی دی. د هغه په وینا، د کوچنیو او سپکو وسلو پراخېدل او د نویو ټکنالوژیو رامنځته‌کېدل هم جګړې لامرګونې کړې دي.

د اسراییل پوځ: تراوسه پر ایران له ۵۰۰۰ زیات بمونه غورځول شوي

د اسراییل پوځ ویلي چې تر پرون چهارشنبې ورځې یې پر ایران د بریدونو په ترڅ کې له ۵۰۰۰ زیات بمونه غورځولي. اسراییلي رسنیو نن پنجشنبه راپور ورکړی چې د اسراییل بریدونو کې زرګونه ایراني سرتیري وژل شوي. راپور کې راغلي، د اسراییل پوځ د ایران پر وړاندې لږترلږه د یوې یا دوو اونیو نورو عملیاتو پلان لري چې موخه یې د زرګونه نورو اهدافو په نښه کول دي.

کوېټ په تېروتنه درې امریکايي جېټ‌الوتکې ویشتلي

 وال‌سټرېټ ژورنال ورځ‌پاڼې راپور ورکړی چې د کویټ جنګي الوتکې په تېروتنه د امریکا درې F-15  جېټ‌الوتکې ویشتلې دي.

د پېښې له لومړنیو راپورونو سره سم، یوې کویټي جنګي الوتکې د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د امریکا درې F-15 جنګي الوتکې په تېروتنه ویشتلې دي.