نړۍ کې ۲۷۳ میلیونه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي

ملګروملتونو اعلان کړی چې په نړۍ کې د هغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو شمېر چې له ښوونځیو پاتې دي، زیات شوی او ۲۷۳ میلیونو ته رسېدلی دی.

ملګروملتونو نن یکشنبه، (د مارچ ۲۹مه) په خپل راپور کې ویلي چې د زده‌کړو څخه د ماشومانو محرومیت د اووم پرله‌پسې کال لپاره زیات شوی دی.

ایران له هرمز تنګي پاکستاني بېړیو ته د تګ‌ اجازه ورکړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار تایید کړې چې ایران د پاکستان تر بیرغ لاندې ۲۰ نورو بېړیو ته اجازه ورکړې چې د هرمز له تنګي تېرې شي.

اسحاق دار دا پرېکړه «رغنده ګام» بللی او ویلي یې دي چې دا اقدام د سولې لپاره هیلې زیاتوي او د سیمې د ثبات په ټینګښت کې مرسته کوي.

حزب‌الله پر اسراییلو راکېټي بریدونه کړي

د لبنان حزب‌الله ډله وايي چې د اسراییلو په شمال کې یې پر ګڼو سیمو راکټي او ډرون بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، نن یکشنبه، مارچ ۲۹مه، سهار مهال د اسراییلو په شمالي سیمو کې د لبنان حزب‌الله له لوري د توغندیو د احتمالي بریدونو له امله د خطر زنګونه (سیرینونه) هم غږول شوي دي.

لبنان کې د اسراییلو یو سرتېری وژل شوی

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د لبنان سوېل کې د جګړې پرمهال یې یو سرتېری وژل شوی دی.

پوځ ویلي چې وژل شوی سرتېری موسى یتسحاق هاکوهین کاتز نومېده او د لبنان په سوېل کې د جګړې پرمهال وژل شوی دی.

له یمن څخه پر اسراییلو توغندیز برید شوی

د اسراییلو پوځ ویلي چې د یاد توغندي د شڼدولو لپاره د هوايي دفاع سیستمونه فعال شوي دي.

همدارنګه خلکو ته د خطر خبرداری ورکړل شوی او غوښتنه ترې شوې چې د خوندیتوب لارښوونې تعقیب کړي.

حزب‌الله پر اسراییلي سرتېرو سخت بریدونه کړي

د لبنان د مقاومت ډلې حزب‌الله ویلي چې د نیمې شپې راهیسې یې پر هغو اسراییلي ځواکونو څو بریدونه کړي چې د لبنان خاورې ته اوښتي دي.

د یادې ډلې په وینا، د لبنان د مارجعیون ولسوالي اړوند د القنطره په سیمه کې د اوبو زېرمتون ته نږدې یې د اسراییلو پر «دوو مرکاوا»ټانکونو برید کړی دی.

ډونالډ ټرمپ: ښايي راتلونکی هدف مو کیوبا وي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د کیوبا په اړه وروستیو څرګندونو د سیاسي کړکېچ نوې اندېښنې راپارولي دي. نوموړي د میامي ښار کې د پانګونې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې کیوبا ښايي د واشنګټن راتلونکی هدف وي.

د سیمې کړکېچ ترڅنګ، د چین صنعتي ګټو کې ۱۵.۲ سلنه زیاتوالی راغلی

سیمه کې په ځانګړې توګه منځني ختیځ کې کړکېچن وضعیت ته په پام، د چین صنعتي ګټو چټک زیاتوالی موندلی.
رویټرز اژانس نن جمعه د حمل ۷ / مارچ ۲۷ راپور ورکړی، که څه هم د منځني ختیځ جګړه د نړیوالې اقتصادي ودې لپاره ګواښ بلل کېږي، خو د چین صنعتي شرکتونو د روان ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې د ګټو د ودې پیاوړې شمېرې ثبت کړي.

یونسکو: نړۍ کې ۲۷۳ میلیونه ماشومان له زده‌کړو پاتي

دې سازمان نن پنجشنبه، د مارچ ۲۶مه، په خپل تازه راپور کې ویلي چې د دې اندېښمنونکي وضعیت اصلي لاملونه د نفوس چټک زیاتوالی، دوامداره بشري او سیمه‌ییز کړکېچونه او د تعلیمي سکتور د بودیجې کمښت دی. د راپور له مخې، په نړۍ کې له هر شپږو ماشومانو څخه یو یې د مکتب له زده‌کړو بې‌برخې دی.

وال‌سټرېټ ژورنال: ټرمپ په چټکه توګه د جګړې د ختمولو غوښتونکی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو ځینو شخصي محافلو کې ویلي چې غواړي له ایران سره د «اوږدې جګړې» څخه ډډه وکړي او هیله لري چې په راتلونکو څو اوونیو کې دا جګړه پای ته ورسوي.

وال سټرېټ ژورنال ورځ‌پاڼې راپور ورکړی چې ټرمپ جګړه وروستیو پړاوونو ته نږدې بولي، خو تراوسه یې د ختمولو لپاره روښانه او عملي لارې نه‌لري او د سولې خبرې لاهم په لومړیو پړاونو کې دي.

امریکا منځني ختیځ ته زرګونه نور سرتېري استوي

د راپورونو پر اساس، د امریکا متحده ایالات تمه لري چې منځني ختیځ ته زرګونه نور سرتېري واستوي.

یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، ټاکل شوې چې پنټاګون منځني ختیځ ته له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې سرتېري واستوي.

د سرچینې په وینا، ایران ته د پوځیانو د لېږلو په اړه کومه پرېکړه نه‌ده شوې، خو دغه ځواکونه به سیمه کې د راتلونکو احتمالي عملیاتو لپاره ظرفیتونه لوړ کړي.

د زونونو په کچه د «میرویس نیکه» درې ورځنۍ سیالي پیلېږي

ټاکل شوې چې د روان میلادي کال راتلونکې اپرېل میاشت په دویمه نېټه د زونونو په کچه شپږم پړاو میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ پیل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ نن سه‌شنبه، وري پنځمه، دغه سیالي به د یادې میاشتې تر شلمې نېټې پورې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د پنځه زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.