
کونړ کې زلزله؛ د مړو شمېر ۷۰۰ او د ټپیانو ۱۰۰۰ ته لوړ شو
د کونړ له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست مسوولانو ویلي چې د وروستیو شمېرو له مخې د دې ولایت په وټهپور، ماڼوګي، چپهدره، څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې د تېرې شپې زلزلې له امله تراوسه نږدې ۷۰۰ کسان مړه شوي او نږدې ۱۰۰۰ نور ټپيان دي.
د یادې ادارې په وینا، تراوسه هم ګڼ شمېر کسان تر خاورو لاندې دي او د ارقامو د لوړېدو احتمال شته.














