د سلام‌وطندار نظرپوښتنه؛ ۶۲سلنه ځوانان خپل ځان شوخ‌طبع‌ او ښاد بولي

دغه ملي نظرپوښتنه په هېواد کې له ۱۸ تر ۳۵ کلونو ځوانانو ترمنځ د شوخ‌طبعي او ښادۍ د کچې د معلومولو لپاره شوې ده. د پایلو له مخې، ۶۲ سلنه ځوانان ځانونه شوخ‌طبع ګڼي، په داسې حال کې چې ۸۱.۵ سلنه له طنز څخه د سترس د کمولو لپاره ګټه اخلي.

حج او اوقافو وزارت: د جوماتونو ستونزو ته رسېدنه مو لومړیتوب دی

د حج، ارشاد او اوقافو وزارت مسوولان وايي، دامهال د هېواد د ټولو جوماتو د برښنا لګښتونه د یاد وزارت له لوري ورکول کېږي او ترڅنګ يې د ملا امامانو د اقتصادي ستونزو د حل پر طرحه کار روان دی.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې د کابل-کندهار پر لویه لاره د کندهار دامان ولسوالي کې د ټولګټو چارو وزارت له لوري د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوي شوه جومات د پرانېستلو پرمهال کړې دي.

د ماشومانو ژغورنې بنسټ: ختیځ کې زلزلې ۲۶۰ زره ماشومان اغېزمن کړي

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ یا «سېف د چېلډرن» ویلي، د افغانستان ختیځ کې پرلپسې زلزلې هغه ماشومان وېرولي چې د کورنۍ غړي یې مړه او بې‌کوره شوي.

د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ تېره ورځ (پنجشنبه، سنبله ۱۳) یوه راپور کې ویلي، زلزله کې د شاوخوا ۲۸۰ ماشومانو میندې او پلرونه مړه شوي او ټولټال تر ۲۶۰ زره ډېر ماشومان یې اغېزمن کړي.

د کونړ مرګونې زلزله؛ د مړو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو ۳۶۴۰ ته پورته شوی

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، کونړ کې د شوې زلزلې د مړو شویو شمېر ۲ زره او ۲۰۵ او د ټپیانو ۳ زره او ۶۴۰ ته پورته شوی.
د هغه په وینا، د ژغورنې او پلټنې هڅې لا هم دوام لري، په مختلفو سيمو کې خلکو ته خيمې نصب شوي او د لومړنيو او عاجلو مرستو انتقال په منظم شکل جريان لري.

قطر څلورو الوتکو کې د کونړ زلزله‌ځپلو ته مرستې استولي

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي چې څلورو الوتکو کې یې د کونړ او ننګرهار زلزله ځپلو ته بشري مرستې استولي.

د دغه وزارت اعلامیه کې کې راغلي چې مرستو کې یې خوراکي توکي، درمل او سرپناه شاملیږي چې تېره ورځ چهارشنبه کابل ته رسېدلي.

دغه مرستې د نړیوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت وزیرې مریم بنت‌ علي بن ناصر المسند په مشرۍ د یوه پلاوي له لوري لېږدول شوي.

لوګر کې په ۲۰۰زره ډالرو د دوو سربندونو د جوړېدو چارې پيل شوې

د دغه ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ریيس مولوي شیراقا پیرحبیب‌الرحمن په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، دغه دوه سربندونه د UNDP موسسې په مالي ملاتړ، د حرکت موسسې له لوري په ازرې او څرخ ولسوالیو کې د راتلوونکو درې میاشتو په موده کې د شاوخوا دوه سوه زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت بشپړېږي.